دافغان ملت ملي مترقي ګوند


 Afghanistan Social Democratic Party


Home Manifesto History Policy President Journal News & Events Articles Renowned Figures Photos Contact Us
د ګوندمرامنامه  دګوند تاریخچه زمونږ دریځ لیکنې دا فغان ملت نومیالي دګوند مشر انځورونه خبرونه او غونډې مونږ سره اړیکې د ګوند اخبار کورپاڼه


Copyright © Afghan Millat 2007-2013 All Rights Reserved


 



ډاکټر اشرف غني احمد زی راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته کاندید شو


د انتقال کمیسیون رییس او د مالیې پخوانی وزیر ډاکټر اشرف غني احمدزي د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ثبت پر اخره ورځ په رسمي توګه ځان کاندید کړ . جنرال عبدالرشید دوستم یې د اول مرستیال او سرور دانش یې د دوهم مرستیال په توګه له ځان سره نیولي دي .

که څه هم د جنرال عبدالرشید دوستم په اړه یو څه نیوکې شوي خو ډاکتر احمدزی د داسې نیوکو په غبرګون کې وییلي چې دا کار یې د ملي وحدت ، د هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا او د لوړو ملی ګټو د تامین به خاطر کړی دی . د یادونې وړ ده چې ښاغلی جنرال دوستم د تنظیمی جګړو پر محال د ښاغلی حکمتیار او حضرت صاحب صبغت الله مجددی سره په ګډه شورای هم اهنګی جوړه کړې وه او حضرت صاحب ورته د مجاهد کبیر لقب هم ورکړی وو .



د سیاسې چارو کارپوهان د ډاکټر احمد زي سیاسي ایتلاف د پام وړ بولي چې د ګټلو چانس یې خورا زیات شوی دی . بل اړخ ته ډاکټر زلمی خلیلزاد ، علی احمد جلالی ، حنیف اتمر او حاجي ظاهر قدیر هم د ډاکټر اشرف غني احمدزي  د نوماندۍ نه خپل ملاتړ اعلان کړی دی .  داسې اټکل کیږي چې ډاکټر احمدزی د خپل ملي او نړیوال مشروعیت ، لاسته راوړنو او سیاسي ایتلاف له کبله تر ټولو قوي نوماند اوسي .