ملی ګټې او زمونږ  مسولیت




دتیرو درېو لسیزوجنګونو زمونږ په بې ګناه ملت ډیر ظلمونه ګاللې دي . د بې شمیره افغانانو دژوندد لاسه ورکولو ، د اقتصاد د تباهۍ د امنیت د نه شتون ، د نشیي توکو ، اداري فساد او داسي نورو ناورینونو له کبله په افغانستان  ډیرې بدې ورځې تیرې شوې . د نړۍ نږدې هر هیواد د خپل تاریخ په اوږدوکي  جنګیدلی دی خو بالاخره هر څه ختم شوي او د صلحې او امنیت پروسې بیارغې ته زمینه مساعده کړې . دا منطقي ده چې په افغانستان کې به هم جنګ اخر ختم شي  او د جنګ له کبله پیدا شوې ستونزې به بیا هم  تر یو حده حل شي خو باید متوجه اوسو چې زمونږ مشران د ولس د صبر امتحان باید نور وانخلي ګنې نه به خدای اوبښي اونه تاریخ  . کامیاب  ملتونه هغه دي چې ولس یی خپلو ملي ګټو ته په شخصي ګټو اولیت ورکوي . خو له بده مرغه د تیرو ۳۴ کلو راهیسې زمونږ ملت کې د بیرونې مداخلتونو له کبله د ملت پالنې احساس کم شوی چې په نتیجه کې یې د هغه خلکو مخه نیول شوې چې غواړي دا هیواد صلحې  اوثبات په لور بوځي.


افغانان طبیعتاً په وطن مین دي او همیشه یی د خپل ټاټوبي نه کلکه دفاع کړې ده . له بده مرغه زمونږ د وینو او قربانیو  له کبله  نورو هیوادونو  ګټه پورته کړه او اوس هم د افغانستان د دوامداره بې ثباتۍ په نتیجه کې دا حالت دوام لري . په افغانستان کې روان  جنګونه د ډیرو هیوادونو لپاره د خالي چیکونو مثال لري . ( یعنې دوی کولی شي چې هر رنګه ګټه تري پورته کړي پورته کولای یې شي) د نظر اختلاف مشروع عمل دی خو مونږ باید دا اجازه ورنکړو چې دغه د نظر اختلافات زمونږ په ملي ګټو باندي تاثیر ګزار شي .


دا یو واقعیت دی چې هر شی خپل دوران لري  او ختمیږي  په شمول د خلکو چې په قدرت او حکومت کي اوسي ، خو هغه څه چې پایښت لري هغه پوهه ده ، ښوونځي  دي او تعلیمي ادارې  دي . که هر څوک په قدرت کې وي دې ادارو کې به درس لوستل کیږي چې دا به د ټول ملت په ګټه اوسي . جاپان او افغانستان په یوه ورځ ازادي اخیستې او یو چا  د یو  جاپاني عالم نه  د اتم بم  نه وروسته د هغوی دبې ساري پرمختګ په اړه پوښتنه اوکړه ، نو هغه په ځواب کې وویل چې کله جاپان د تباهۍ سره مخامخ  شو نو هغوی هر کتاب چې به په مخه ورتلو نو جاپانې ته به یی ژباړلو او خپله ټولنه یی تعلیم یافته کړه . مونږ  په دري ژبه کې  ډیر علمي اثار لرو  باید په پښتو یې وژباړو .


د یو هیواد د بریالیتوب یواځینۍ لیار پوهنه ده . که هرڅومره هم  د نظر اختلاف ولرو د یو ملت  په صفت باید پدې موافق اوسو چې تعلیمي موسسات  زمونږ د هیواد بنسټ دی او وي به  .  باید وپوهیږو چې  د پښتنو په سیموکې مکتبونه  دیو هدف په خاطر سوزول کیږي  . اقتصاد ، امنیت ، او په سیاسي لحاظ قوي حکومت په تعلیم انحصار لري . هغه هیوادونه چې یو وخت د افغانستان د سلطنت برخه وه اوس په منظمه توګه زمونږ  د هیواد په داخلي چارو کې مداخله کوي . او ددې غټه وجه داده  چې مونږ  د تعلیم د نه شتون ښکار یو . حکومت او مخالفین باید د ښوونې مراکزو ته د بې طرفه ځايونو په صفت اوګوري . کلونه اخلي چې یو نفر تعلیم یافته کړو خو په څو دقیقو کې کولی شو د مینځه یې یوسو . د مسلمان په صفت تعلیم باید زمونږ اولیت اوسي . کله چې یورپ د تورتم د دور نه تیریده نو مسلمانان وو چې اول روغتون  ، د عالي تحصیلاتو ادارې یې جوړې کړې او د ریا ضي او ساینس کې یې پرمختګونه اوکړل . اروپایانو به دا افتخار ګڼلو چې  د منځنې ختیځ کې په  یودرسګاه کې شاګرد اوسي . د مسلمانانو په توګه مونږ باید دا دعا ووایو چې ربي زدني علما ( اي ربه زما په علم کې اضافه اوکړې ) سوره طه ( ۲۰:۱۱۴)


لیکوال: ولي حداد فرهاد

دافغان ملت ملي مترقي ګوند


 Afghanistan Social Democratic Party


لیکنې دا فغان ملت نومیالي دګوند مشر انځورونه خبرونه او غونډې مونږ سره اړیکې د ګوند اخبار د ګوندمرامنامه  دګوند تاریخچه زمونږ دریځ کورپاڼه


Copyright © Afghan Millat 2007-2013 All Rights Reserved