دافغان ملت ملي مترقي ګوند


 Afghanistan Social Democratic Party


Home Manifesto History President Journal News & Events Articles Renowned Figures Photos Contact Us
د ګوندمرامنامه  دګوند تاریخچه زمونږ دریځ لیکنې دا فغان ملت نومیالي دګوند مشر انځورونه خبرونه او غونډې مونږ سره اړیکې د ګوند اخبار کورپاڼه


دا افغانستان مسله ،څو وړاندیزونه




د افغانستان د مسلې څه حل دی؟  دا هغه پوښتنه ده چې غواړم  د خپل فهم مطابق یې د ځوابولوکوښښ وکړم  پدې اړه لاندیني وړاندیزونه لرم .

د هر څه  نه  مخکې افغان دولت باید دافغان دیني علماوو  یوه ستره  او نماینده  جرګه راوبلي .  دافغانستان   د ۳۴   ولایتونو نه  دې د هر ولایت څخه دې لس، لس مستند او پاخه  عالمان جرګې ته راوبلل شي چې د دیني علومو ماهرین او محققین وي .که  د دولت  ملاتړي وي او که نه  فرق  نه کوي  . د جرګې  په پیل کې دې اړونده ارګانونومشران دوی ته په حقایقو ولاړ معلومات ورکړي . دبهرنیوچارو وزارت مسؤلین دې هم دغه ډول معلومات  ورکړي  . په دې معلوماتو کې دې  په مجموعي ډول د افغانستان سره دګاونډیانو د مناسباتو څیړنه اوشي . چې  زمونږ ګاونډيان  د افغانستان په اړه څه اراده لري ، کومې لاس وهنې کوي ، په دې باره کې دوی ته جامع معلومات ورکړل شي .


دګاونډیانو نه علاوه دسیمې هیوادونه اونړیوال قدرتونه څه کول غواړي،دافغانستان په حقله د دوی څه ارادې او پلاونونه دي؟  د افغانستان ستراتیژیک موقعیت په اړه دې هم وویل شي .دا هر څه دې دوی ته په ډاګه کړای شي او له دې هر څه نه وروسته دې له  دوی څخه دمسلې شرعي حیثیت اوشرعي حل وغوښتل شي اوپرې دې ښودل شي  چې د روان جنګ په حقله یوې شرعي فتوې ته ورسي .


په دې کارسره به افغان علماء  د خپل منځي اتفاق په نتیجه کې د یو دریځ  د خپلولوجوګه شي . ترڅوچې افعان علماء په کور کې دننه یوې نتیجې ته  نه  وي رسېدلي د نورو هیوادونوعلماوو سره تماسونه ،غونډې او مباحثې دګټې پرځای تاوان رسوي . کله چې مونږ په خپل کورکې سره متفق اومتحد شولو نو بیا د نورو سره د خبرو او مناظرو جوګه کېږو او په  ډير مدلل انداز کې خپل دریځ وړاندی کولای شو. زما په اند دا کار ډير اړین دي . که زمونږ علماوو ته حقائق څرګند کړای شي یقینًا د دین د احکامو په رڼا کې خپلو ملي او هیوادني منافعو ته متوجه کېدای شي .


کله چې  صدام حسین په کویت حمله وکړه او اشغال یې کړ نو ورپسې وار د سعودي عربستان وو. د عراق لخوا په سعودي د حملې امادګي روانه وه .د سعودي بادشاه  ملک فهد بن عبدالعزیز دسعودي عرب د علماوو نه فتوی او مشوره  وغوښته . هغوی ته یې وویل چې زمونږ ګاونډی هېواد عراق چې عرب هم دی او مسلمان هم،په مونږ حمله کول غواړي ، زمونږ سره وسایل نشته ایا مونږ د خپل خفاظت لپاره د کوم بل هېواد څخه اګر که هغه  مسلمان هېواد هم نه وي د مرستې غوښتنه کولای شو؟  هماغه وه  چې د وخت  د عالمانو شورا د شیخ عبدالعزیز بن باز  د سعودی عرب ستر مفتي په مشرۍ  بادشاه ته دجواز مدلل فتوی ورکړه  چې په داسې حالاتو کې د مرستې غوښتنه  جواز لري  .


ددې تفصیل څخه مې مقصد دادی چې زمونږ ټولنه یوه مذهبي ټولنه ده خو د اسلام په هکله په کې نا پوهي او نا خبري هم ډيره ده . همدا لامل دی چې د هر تورپټکي یا سپين پټکي د دین مخالفه خبره هم د دین حکم ګڼل کيږي . نو باید دوی ته یوه داسې مرجع ور په ګوته کړای شي چې په دین واقعًا پوهه او د اوسنې عصر او د سیمې د حالاتو نه با خبره وي چې په فتوی کې دغو ټولو نکاتو ته کتل اړین دي .


د افغانستان رسنۍ باید خپل ځينې مسولیتونوته متوجه شي ، په دې سلسله کې دغه ټکي په پام کې نیول په کار دي  :

هغه مثبت پرمختګونه چې په افغانستان کې ترسره شوي ،هغه دې ملت ته روښانه کړي او حتی د ګاونډي هېوادونو خلکو ته دې هم دغه مثبت پرمخګتو ته وښودل شي . په دې اړه په خارج کې دافغانستان سیاسي رسمي نمایندګیو ونډه او زیار هم ضروري دی . دمثال په ډول د پوهنې بهیر، تعلیمي نصاب ، ښوونځي ، لېسې ، پوهنتونونه،او دیني مدارس ، ددغو په تشهیر کې دې کوښښ وشي، د تعلیمي نصاب دیني اړخ دې بیا بیا تکرار شي . او که ممکن وي د ګاونډیو هېوادونو د تعلیمي نصاب ددغو برخو موازنه او مقایسه دې هم وشي . یقینًا زمونږ تعلیمي نصاب د نورو په پرتله ډير دیني دی .


دمحاکمو د فیصلو بهیر دې نیغ په نېغه خلکو ته وښودل شي .دا سمه ده چې په محاکمو کې نقص شته خو نقص په افرادو کې دی په نظام کې نه دی .کله چې خلک په محاکمو کې ویني چې قاضي د ږېرې او پګړۍ ناست د خلکو قضیې هواروي، نو ډير مثبت تاثیرکوي .خصوصًا بریښنایي او چاپي رسنۍ باید دې دې وړاندیز ته توجه وکړي .ممکن د ځینې خلکو په اند دا وړې او بې ګټې خبرې وي خو حقیقت دادی چې یو کوچنی تصویر هم ډيرغټ پېغام ورکوي .


د افغانستان په اړه  ډیر ځلې داسې پوښتنې هم کېږي چې ایا اوس خلک په افغانستان کې لمونځ کوي؟ ښځې پرده کوي؟ دا هم ویل کیږي چې د افغانستان مروجې پیسې اوس ډالر دي  .پروپاګنددومره تاثیرکړی چې ګمان کېږي چې افغانستان   اوس بخېي کافر شوی دی . همدارنګ حکومت باید د ګاونډيو هېوادونو د ژورنالیستانو او ادیبانو سره ژورې اړیکې وساتي.


د افغانستان ملي اردو او ملي پولیس دې په ټولو اړینو وسایلو سنبال شي او دهغوی دې داسې ذهني تربیت وشي چې د هېواد د دفاع په لار کې سرښندنه ورته بې له کوم شکه شهادت او ویاړ ښکاره شي ،هغوی ته دې تعلیم ورکړی شي چې ددې وطن او ملت دفاع ستاسو دیني او ملي فریضه ده او په دې لار کې مرګ یقینًا شهادت دی  . که کوم عسکر یا پولیس ټپي ، معیوب یا شهید کېږي باید د هغه او د هغه کورنۍ سره مالي مرسته وشی او افتخارات دې ورته ورکړل شي خو په ټولنه کې ذهني تربیت ډیر اړین دي .


کوم کسان چې د مخالفینو د لیکو څخه را جلا کېږي ،ددغو کسانو ژوند،عزت او هر څه باید محفوظ وي ،دې ته جدي پاملرنه په کارده .


په ټولنه کې دې اجتماعي عدالت تامین شي او د افغانستان ټولو قومونو ته دې د هغوی حقوق ورکړل شي، هیڅ یو قوم دې د ثابتو حقوقو څخه محروم ونه ساتل شي د اجتماعي عدالت تامینیدل د جنګونو د ختمېدو ستر لامل کیدای شي .


په پاکسنان او ایران  کې مېشت افغان کډوال باید ژر تر ژره هېواد ته راوستل شي .


کومې خارجي قواوي چې د توافق پر اساس پاتې کېږي  باید د افغانستان د قانون او د ملي حاکمیت پر بنسټ دا کار وشي .


عادلانه انتخابات

راتلونکې ولسمشریزې او نورې ټولټاکنې دې عادلانه او شفافې وي اوټولو خلکو ته دې په کې د ګډون زمینه ساعده کړای شي .



لیکوال : مولانا عبدالولي دودمل



Copyright © Afghan Millat 2007-2013 All Rights Reserved