دګوند تاریخچه زمونږ دریځ لیکنې دا فغان ملت نومیالي دګوند مشر انځورونه خبرونه او غونډې مونږ سره اړیکې د ګوند اخبار

لیکوال : مولانا عبدالولي دودمل



ډاکټر اشرف غني احمدزی د ملي زعامت په لور


لیکوال :  دیپلوم انجینیر اجمل شمس ( د افغان ملت ملي مترقي ګوند مشر)


د کب ۱۷ مه ۱۳۹۲ (8 March 2014)


د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره مبارزې او هلوځلو د کانديدانو، شخصيت، سياسي وزن او ملي محبوبيت تر ډيره حده په ډاګه کړی . په تلويزیونونو کې په ژوندۍ بڼه  د  کانديدانو تر منځ  مناظرو ، دکمپاين جلسو او ملاتړ غونډو نه هیواد وال  تر ډيره حده اوس پوه شوي چې څوک مطرح دي او څوک یې په واقعي ډول وړتيا هم لري .


په افغاني ټولنه کې چې يو مغلق سياسي چاپیريال لري اودتیرو ديرشو کلو جنګونوپکې سياسي او اقتصادي ثبات له منځه وړی ولسمشرۍ ته رسيدل اسان کار ندی . ټول  افغانان چې د بهرنيو دوامداره لاسوهنو او تيرو دريو لسيزو سياستونو  یې په هیواد کې په قومي، ژبني او سمتي لحاظ ژور درزونه پيداکړي په راروانو ټاکنو کې د ملی وحدت لپاره ليارې لټوي او د امید په سترګو ورته ګوري . د افغانستان راتلونکی تر ډيره حده د هيواد د راتلونکې رهبرۍ پورې اړه لري .  که د راتلونکو ټاکنو په پایله کې سالم او با کفایته قيادت رامنځ ته شو چې د هيواد د بيا رغونې لپاره يوه ټاکلې تګلاره او په  خوا کې  یې ملی  او نړيوال مشروعيت هم ولري  نو د هیواد رغونه بیا شونې ده . اساسي شرط دا دی چې ټاکنې رڼې اوسي .


تيره لسيزه  د راتلونکو کلونو نه ډير توپير لري . په تيره لسيزه کې زيات تمرکز د بحرانونو په رفع کولو باندې وو . خوبنسټیز کارونه لا پاتې  د ي .  راتلونکي کلونه په اساسي توګه د افغانستان د جوړولو کلونه دي . دولت  مو ناروغه دی نو ځکه  ټولنه مو هم نارغه ده . تر څو دولت نه  وي  رغيدلی ټولنه نشي  رغيدی  . د همدې پرنسیپ پر اساس باید خپل راتلونکی مسیر وټاکو . روانې انتخاباتي مبارزې يو شی په ډاګه کړی . افغانان بدلون غواړي او هرومرو يې غواړي .


ولسمشرۍ ته  ټول نوماندان  د احترام وړ دي او دا  د دوي ديموکراتيک حق دی چې د افغان ملت څخه د رائې غوښتنه وکړي . دا اوس د ملت پريکړه ده چې دا دروند بار په چا اچوي  . اساسي پوښتنه دا ده چې څوک دا توان لري چې دا دروند مسؤليت په غاړه واخلي . کانديداتوري  په دې مانا ده چې د کاندید لخوا ولس ته  ادعا کيږي چې  دی  دا  مسؤليت سرته رسولی شي  . کانديد بيا ولس ته قناعت ورکوی تر څو هغه  ځانګړتياوې ورته په ډاګه  کړي  چې ولې دی د نورو نه غوره  نوماند دی .


راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندانو ليست زموږ  په مخ کې پروت دی  . د ولس هر فرد به د هر نوماند د ماضي  او حال په اړه خپل قضاوت کوي .چې څوک ورته غوره ښکاره شو هغه ته به خپله رايه ورکوي . افغانستان کې جمهوريت دومره پختګي نده پيدا کړې  چې د رائې ورکونی معيار دی يواځی د تګلارې پر اساس  اوسې  . خو افغانان د نوماند شخصيت، سپيڅلتيا، افغانيت، اسلاميت، ولسپالنې ، لیاقت ، کفایت  او پاکې سابقې ته ضرور اهميت ورکوي . د دې تر څنګ تعليم يافته او باشعوره افغانان د نوماندانو برنامو ته هم ګوری .


تر اوسه  چې ولسمشریزو نوماندانو په کوم ډول  ولس ته ځان ورپیژندلی  تر ډيره حده ثابته شوې چې يواځی ډاکټر اشرف غني احمدزی  په دې توانيدلی چې ملت ته يوه واضحه، ټاکلې، ملي،اسلامي او علمي او عملي  تګلاره وړاندی کړي  . نن د افغانستان په ګوټ ګوټ کې چې د هر چا نه پوښتنه وشي  چې  تر ټولو غوره او  مطرح  نوماند څوک دی .  د قاطع اکثریت ځواب به   « ډاکټر اشرف غنی احمد زی »  وي .  


ټولو هيوادوالو ته يو ښه فرصت په لاس ورغلی تر څو د دولت  واګی د هغه چا په لاس کې ورکړي چې هم يي لياقت لري او هم مشروعيت .  ډاکټر اشرف غني احمد زی د نړۍ پر کچه  دويم  مفکر منل شوی  .  دی  د ناروغو دولتونو د بيا رغولو ډاکټر دي  . داچې زموږ دولت ناروغه دی   آيا د يو افغان او مسلمان په صفت  زموږ ملي او تاريخی وجيبه نده چې د خپل ناروغه هيواد د رغولو لپاره د دولت د رغولو ډاکټر ته مراجعه وکړو . دا په دې معنی چې بايد په راتلونکو ټولټاکنو کې يواځې  ډاکټر اشرف غني احمد زي  ته خپله رايه ورکړو . خو یواځې پدې باید اکتفا ونکړو  بلکه خپله کورنۍ، خپل ټول  ياران او دوستان هم دې  ته وهڅوو تر څو دا حق خپل حقدار ته وسپارو.


ډاکټر اشرف غنی احمد زی د هيواد په ټولو مسايلو خبردی . په هيواد کې د تلپاتې سولې لپاره ورسره په ملی، منطقوي او نړيواله سطح د حل يو فورمول موجود دي  . په هيواد کې د فساد مخنيوي او د قانون د حاکميت لپاره  واضحه  طرحه لري  .  د اقتصادپوهنې په برخه کې خو ثاني نه لري او په هيواد کې د اقتصادي پرمختک لپاره يو هراړخيزه او عملي پرګرام لري . د هيواد د ديرشو څخه زياتو سياسی احزابو د ملاتړ نه برخورداره دي .او تر ټولو زياته  دا چې  بی د کوم ژبني، قومي او سمتي فکر د افغانانو واضح او قاطع اکثريت  د اشرف غنی د فکر سره هم فکره دی .


راځۍ چې دا محبوبيت ، حمايت او ليوالتيا په حقیقي رايو بدله کړو تر  څو په هیواد کې د دیموکراتیکې پروسې له  لیارې  مثبت بدلون ته زمینه مساعده کړو .


و من الله التوفیق





دافغان ملت ملي مترقي ګوند


 Afghanistan Social Democratic Party


Home Manifesto History President Journal News & Events Articles Renowned Figures Photos Contact Us
د ګوندمرامنامه  کورپاڼه