دافغان ملت ملي مترقي ګوند


 Afghanistan Social Democratic Party


Home Manifesto History Policy President Journal News & Events Articles Renowned Figures Photos Contact Us
لیکنې دا فغان ملت نومیالي دګوند مشر انځورونه خبرونه او غونډې د ګوند اخبار د ګوندمرامنامه  دګوند تاریخچه زمونږ دریځ کورپاڼه


Copyright © Afghan Millat 2007-2013 All Rights Reserved


 



د امنیتی تړون په اړه د افغان ملت ملي مترقي ګوند اعلامیه


د افغانستان او امریکې تر منځ د امنیتي تړون په هکله د ملي اجماع په خاطر (د روان   ۱۳۹۲ لمریز کال د  لړم  ۳۰ څخه  دلیندۍ ۳ مې ) مشورتي لویه جرګه جوړه شوه تر څو د دي مهمې مسلې په اړه د ملت د استازو نظر او مشوره واخیستل شي . د یو مفصل او اوږد بحث نه وروسته د لويې جرګې غړو په دروند اکثریت د افغانستان او امریکې تر منځ امنیتي تړون تایید کړ او په ځینې مادو یې

خپل نظریات وړاندې کړل


لویې جرګې دغه تړون د افغانستان د فعلي امنیتي ، سیاسي او اقتصادي شرایطو له کبله یو مهمه اړتیا وبله او د ولسمشر نه  یې غوښتنه وکړه تر څو د هیواد د لوړو ملي ګټو په پام کې نیولو سره دغه تړون امضا کړي . د تړون په هکله د ولسمشر وروستۍ څرګندونې یو څه د ابهام فضا رامنځ ته کړې . افغان ولس سره  اندیښنه پیدا شوې چې هسې نه د دې تړون په سر هیواد د یو سیاسي بحران او نا معلوم سرنوشت سره مخامخ شي


د انجینیر اجمل شمس په مشرۍ د افغان ملت ملي مترقي ګوند د مشورتي لویې جرګې انعقاد ستر موفقیت  بولي او د دي پریکړې تاییدوي  او هیله  لري چی افغان حکومت به  د تړون په هکله داسې دریځ غوره کړي  چې یواځیني هدف یې د افغانستان زمکنۍ بشپړتیا ، د هیواد ملي حاکمیت  او د ملي ګټو تامین وي .  د امریکې سره  امضا شوی ستراتیژیک تړون  د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو پر لور یو مهم قدم وو او امنیتي تړون د ستراتیژیک تړون   اساسي رکن دی . که امنیتي تړون امضا نشي نو ستراتیژیک تړون   به هیڅ معنا ونلري .

یو اړخ ته افغان ملت ملي مترقي ګوند هغو اشخاصو او حلقو سره هم نظر ندی چې وايي په پټو سترګو دې دا تړون امضا شي خو بل طرف ته د دې تړون په سر سیاسي سوداګري هم د ملت په تاوان بولي

هیله  ده چې پدې تاریخي پړاو کې به د هیواد ولسمشر خپل تاریخي رسالت سر ته ورسوي تر څو په هیواد کې  د بشپړ امنیت ، سیاسي او اقتصادي ثبات  او نیکمرغه آینده لپاره زمینه مساعده شي .


ژوندی دې وي افغانستان

تل دې وي زموږ خپلواکي ، ملي حاکمیت او زمکنۍ بشپړتیا