دافغان ملت ملي مترقي ګوند


 Afghanistan Social Democratic Party


14 August 2013

Home Manifesto History President Journal News & Events Articles Renowned Figures Photos Contact Us


قدرت الله حداد








ارواښاد قدرت الله حداد د ميدان وردګو ولايت اصلي اوسيدونکی او د افغان ملت ملي مترقي ګوند د بنسټ ايښودونکي ارواښاد ديپلوم انجينير غلام محمد فرهاد ورور وو. حداد صاحب په ۱۹۳۰ ميلادي کال کې په کابل کې په يوه علمي او متدينه کورنۍ کې یي سترګې وغوړولې. د ژوند زياته برخه يی په ليکوالۍ ، فرهنګي او سياسي مبارزه کې تيره کړه .

په ۱۹۳۰ لمريز کال کې یي د انيس په مجله کې د ليکوال په صفت وظيفه اجرا کوله . وروسته بيا د کابل د ښاروالۍ په رياست کې د پامير د جريدې د مسوول په توګه کار وکړ او بیا ورپسې د اقتصاد د جريدې مرستيال وټاکل شو. ښاغلی حداد څلورکاله د ژورناليزم مسلکې زدکړه  تکميل کړه . رسمي سند يی تر لاسه کړ او د رحمان بابا ادبي جايزه یی اخيستې وه. وروسته بيا د سرې مياشتې د تبليغاتو مدير شو. ددې ماموريت په دوران کې د دولت په نمايندګۍ ايران ته لاړ او د زلزله زپلو لپاره يی مرستې ورسولې . په ۱۳۴۵ لمريز کال کې د افغان ملت د جريدې مسوول مدير وټاکل شواو په ډير زحمت ، زيار، او ميړانه يي دا دروند ګوندي مسووليت تر سره کړ. د دې مسووليت په دوران کې د خپلو جراتمندانه فرهنګي فعاليتونو له کبله دوه ځل محکمې ته وغوښتل شو خو د خپل ملي او اصولي دريځ نه تير نشو. په ۱۳۵۰ لمريز کال کې يی په بنګله ديش کې د سولې په نړيوال سيمينارکې د هيواد د نماينده په صفت برخه واخيسته.

 په ۱۳۵۷لمريز کال کې د ثور د کودتا پر محال ونيول شو او يو نيم کال يی د پلچرخي زندان کې خورا ستونزمنې او د تکليفونو نه ډکې ورځې شپې تيرې کړې . وروسته بيا په ۱۳۶۰ لمريز کال کې کوزې پښتونخواه ته د خپلې کورنۍ سره مهاجر شو. دغه وخت په پيښور کې د ارواښاد شمس الهدا شمس تر مشرۍ د افغان ملت ګوند فعال وو. حداد صاحب هم د خپل ګوندي ملګرو سره په فعاليت شروع اوکړه او ګوندي مبارزه نوره هم چټکه شوه.  په ۱۹۸۴ ميلادي کال کې د ګوند موسس او رييس غلام محمد فرهاد په حق ورسيد . په ۱۹۸۷ کال کې د ګوندي انتخاباتو په نتيجه کې انشعابات راغلل خو حداد صاحب بيا هم  د تحمل او تدبر نه کار واخيست او د نور تخريب مخه يی ونيوله. وروسته چې کله ورته د ژوند شرايط ډير ذيق شول نو د خپلې کورنۍ سره يو ځای امریکې ته لاړ.  يو څو کلونه وروسته یی اعلان وکړ چې د ګوند هيڅ رسمي چوکۍ ته کانديد نه دی . شمس صاحب ته يی د ورورۍ لاس ورکړ او ورته يی د ګوند مشر وويل. ارواښاد شمس او افغان ملت ملي مترقي ګوند حداد صاحب ته د رهبر په صفت قايل شول. د حداد صاحب په رهبرۍ او شمس صاحب د مشرۍ پدې مرحله کې افغان ملت ملي مترقي ګوند د ياد وړ فعاليتونه ترسره کړل .    

په امريکه کې هم حداد صاحب په کراره کينناست او خپلو ملي او فرهنګي فعاليتونو او مبارزې ته يي ادامه ورکړه .پدې دوران کې يی د مختلفو منابعو نه مهم او موثق مواد راټول کړل او د افغان ملي تاريخ په ليکلو يی شروع اوکړه . بالآخره د نژدې ۱۵ کلونو د څيړنې او زيار نه وروسته يی د افغان ملي تاريخ کتاب تکميل کړ. د  افغانيت او پښتونولۍ ملي فلسفې ته يی یو نوی رنګ ورکړ. د ملي تاريخ په اړه يی نوي انکشافات رابرڅيره کړل. دغه کتاب د ساپي د پښتو د څيړنيز مرکزپه لګښت په دوه جلده کې په ۲۰۰۰ ميلادي کال کې چاپ شو . ددې کتاب په نهايی کولو کې ارواښاد شمس الهدا شمس او ښاغلي محمد افغان اباسين هم همکاري وکړه. د حداد صاحب دغه تاريخي اثر په ټول افغان او پښتون ولس لوی احسان دی .

د افغان ملي تاريخ د کتاب نه وروسته هم حداد صاحب خپلو ارزښتناکو ليکنو او فرهنګي مبارزې ته دوام  ورکړ. مقالې او ليکنې به يی وخت په وخت په ورځپاڼو ، جريدو ، خپرونو او ويبپاڼو کې نشريدلې . د افغانستان د شانداره تاريخ او د افغاني مشرانو په وياړ یی د عبرت او نصیحت نه ډکې لیکنې د موجوده او راتلونکو نسلونو لپاره غټه سرمايه ده. د حداد صاحب په اړه که سړی هر څومره وليکي بيا هم کمه ده لکه چې يو شاعر وايی :

                               ستا د ښايست ګلونه ډير دی       ځولۍ مې تنګه زه به کوم يو ټولومه

حداد صاحب د۱۳۹۰ لمريز کال د قوس په ۱۵ مه ددې فاني دنيا نه سترګې پټې کړې خو په معاصر افغان او پښتون مشرانو په قطار کې یی لوړ نوم پريښود.


کورپاڼه لیکنې دا فغان ملت نومیالي دګوند مشر انځورونه خبرونه او غونډې مونږ سره اړیکې د ګوند اخبار د ګوندمرامنامه  دګوند تاریخچه زمونږ دریځ