دافغان ملت ملي مترقي ګوند


 Afghanistan Social Democratic Party


Home Manifesto History President Journal News & Events Articles Renowned Figures Photos Contact Us


شمس الهدا شمس









ارواښاد شمس الهدا شمس دافغان ټولنپال ولسواک ګوند پخوانې ريس چې د ١٣٨٤ لمريز کال د په مياشت کې په حق ورسيد يو دسترو افغان ملت پالومشرانو څخه وو چا چې خپل ټول عمر دسپيڅلي هدف لاس ته راوړو د پاره بخښلې وو.هغه چه د څه لپاره مبازه کوله کيداې شي چه په خپل ژوند کې يې نه وي ترلاسه کړي ولې د هغوې حوصلهاو استقامت او نه ستړي کيدونکې مبارزه دهغې دلوړ شخصيت ښکارندوې دي. هغه دخپل هم فکرو لپاره يو مفکوريي بنسټ کيښودو چه دغه مبارزه مخ په وړاندې يوسي سره لدې چه د ارواښاد . شمس سره د شهرت او جوکې لاسته راوړو ډير زيات امکانات ول مګر هغه ديوقهرمان په څير ژوند وکړ او د ريښتوني قهرمان په څير ومړ

ارواښاد شمس په ١٣١٧ لمريز کال کې دکنړ ولايت په نورګل ولسوالې کې د قاضي خيلوپه کورنې چې دپښتنو په مشهور ټبر خليل مومند و رګډيږي کې وزيږيد ـ لمړنۍ زدکړې يې په خپل کلي کې وکړې اوبيا د کابل په حربي ښوونځي کې شامل شو د خپلې کورنۍ د رواج په اساس)چې يو شمير مشران يې د اردو صاحب منصبان وو( او د خپل پلار ارواښاد ډګروال نورالهدا خان په تشويق په کال کې دحربي پوهنتون څخه فارغ شوـ او ملي اردو کې يې دنده پيل کړه نږدې ٧ کاله وظيفې اجرا کولو وروسته د کورنيو چارود وزارت په غوښتنه دغه وزارت ته د جګړن په صفت معرفي شو او د لوجستيک د امر په حيث يې وظيفه پيل کړه چه دکمونستي کودتا پورې يې دغه دنده تر سره کړه ـ

ارواښاد شمس په ډير کم عمر کې د ناسيوناليزم مفکوره واخيسته ـ هغه د فخر افغان خان عبدالغفارخان د ملت پال غورځنګ نه هم اثر واخيست کوم چې په هاغه وخت کې يو فعال تحريک وو ـ

کله چې د ١٩٦٤ کال اساسي قانون سياسي احزابو ته د فعاليت اجازه ورکړه په نتيجه کې يې په عمومي توګه درې ډوله سياسي تحريکونه رامنځته شول لکه اخواني، کمونستي او ناسيونالست يا وطن پرست ـ وطن پرست غورځنګ د ويښ ځلميانو په شکل کې رامنځته شو او افغان ملت ګوند د ارواښاد انجينرغلام محمد فرهاد لخوا په ١٣٤٤لمريز کال کې تاسيس شو ـ فرهادصاحب د ولسي جرګې وکيل او د کابل ښاروال پاتې شوې وو ـ ډير لوړاو پاک شخصيت يې لرلواو د خدمتونو نه يې حتې مفکوروي مخاليفين هم انکار نه کوي ـ شمس ډير زر دغه نوي جوړ شوي ملي ګوند ته جذب شواو د تاسيس نه يوازې يو کال وروسته يې د ګوند غړيتوب ترلاسه کړو ــ شمس په ګوندي چارو کې ډير زيات دخيل شواوپه ډيره لږه موده کې يې په ګوند کې ځانګړې حيثيت ومنل شو ـ د هغه د کابل کور د افغان ملت غير رسمي دفتر وګرځيد چيرته چې به حزبې غونډې کېدې او دهيواد په کچه د ګوند غړيو مرکزيت شو ـ

ددي تر څنګ شمس چه يو ډير اجتماعي شخصيت يې درلودپه ټولنه کې يې نيک شهرت ترلاسه کړو او د وطن پرستې مفکورې په خپرولو کې يې مهم رول ولوبوو ـ په ځانګړي ډول په مشرقي کې يې زيت شمير هم فکري وروزل ـ

ستر سياسي ګوندونه د لوړو اشخاصو څوک چه عالي اراده، اخلاص، دنفس پاکوالې ،يو ځانګړې سياسي ليدلورې ولري اوخپل ژوند د خپل هدف لپاره قرباني کړي په هلو ځلو رامنځته کيږي ـ د ارواښاد شمس شخصيت ددې يو ژوندې مثال دې ـ

کله چه کمونستانوپه کال١٣٥٧ کې قدرت ترلاسه کړو افغان ملت ګوند دخپلې ملي مفکورې په اساسددغه رژيم لخوا د ډير فشار ښکار شوـ عما ګوند په دغه سختو شرايطو کې هم د افغانستان دملي ګټو ساتلو لپاره خپله مبارزه جاري وساتله ـ همدا وخت وو چې په يوه درنه ګوندي غونډه کې شمس د لوې منشي په توګه وټاکل شوـ په داسې نازک وخت کې يوازې شمس غوندې يو انقلابي رهبر وکولې شول چې دغه دنده تر سره کړي ـ دغه جريانات د وخت دولت لپاره لوی ګواښ وو ځکه نو د ګوند يو شمير مهم غړي ونيول شول ـ د شمس د نيولو لپاره هم منظم پلان جوړ شو مګر خداې) ج (ته داسې نه وه منظوره او دی په معجزانه ډول ګاونډي هيواد پاکستان ته په هجرت بريالې شو ـ

د ارواښاد شمس د سياسي ژوند مهمه برخه په پيښور کې تيره شوه چيرته چې يې نزدې ٢٦ کاله تير کړل ـ شمس د هجرت په ديار کې د ګوند لپاره يو فعال مرکزيت جوړ کړوـ دفتريې پرانيستو او د ُاستقلال ُپه نوم يې جريده پيل کړه ـ که څه هم په کابل کې دګوندمشر فرهاد صاحب وو د هجرت په ديار کښې ګوند شمس رهبري کووـ پيښور کې هغه د پښتون قام پرستو سره ډيرې نزدې اړيکې درلودلې په ځانګړي ډول په مفکوروي لحاظ افضل خان لالا سره ډير نزدې وو ـ د مذهبي افراطي تنظيمونو د پرله پسې ګواښونو نه بې پروا شمس د خپلو اصولو او د افغان ملت د مرام نه هيڅکله سرغړونه ونکړه

که هر څو د پاکستان لخوا منل شوي هاغه ٧ تنظيمونو خپلمنځي اختلافات درلودل ولې د افغان ملت سره دشمنې کې يوموټې وو وطن پرستي او دخپل حق غوښتنه سيکولر او غير اسلامي ګڼل کيدل سره لدې چې شمس په وار وار ويل اوپه دغه عقيده وو چې اسلام زمونږ د افغاني ناسيوناليزم يوه نه بيليدونکې برخه ده ـ

په ١٩٨٤ کې د افغان ملت موسس انجينر غلام محمد فرهادپه حق ورسيدـ ګوند د نوي ريس ټاکلو لپاره انتخابات وکړل ـ د رياست لپاره درې کانديدان ووـ شمس الهدا شمس ، قدرت الله حداد او محمد امين واکمن ـ ارواښاد شمس د رايو په اکثريت په ډير شفاف ډول د ګوند ريس وټاکل شو مګر د واکمن ملاتړيو د پلان شوي پروګرام په اساس نتايج و نه منل او په نتيجه کښې يې ګوند په درې برخو ويشل شوـ همدغه د واکمن ډله ده چې اس يې انوارالحق احدي مشري کوي ـ قدرت الله حداد صاحب څو کاله وروسته د شمس صاحب نه خپل ملاتړ اعلان کړوـ

د کمونست رژيم لخوا شمس صاحب ته ډير وړانديزونه وشول او خپله ډاکټر نجيب الله څو واری د ملاتړ غوښتنه وکړه په کابينه کې د ګډون دعوت هم ورکړل شو مګر شمس صاحب په خپلو اصولو ولاړ وو او ددوې دغه وړانديزونه يې په اصولي توګه رد کړل ـ هغه په دې عقيده وو چه دغه دولت ملاتړيا ورسره يو کيدل يو ملي خيانت دې دافغانستان دملي ګټو پر ضد او د افغان ملت د مرام نه سرغړونه ده ـ

کله چه ډاکټر نجيب باندې د يو افغان دښمنه ايتلاف لخوا کودتا وشوه د کومې پايلې چه هيواد د ډيرې تباهې سره مخ کړـ يو خوا دملګرو ملتونو دسولې پروسه سبوتاژ شوه او بلخوا د قدرت خلا کامله انارشي رامنځته کړه ـ دا په افغان تاريخ کې د لاقانونيت ، بې امنيتې او د بشر دحقونو نه د سرغړونو يوه توره برخه ده ـ ارواښاد شمس په دغه وضع دير خواشينې ووـ هغه اميدوار وو چه د قدرت واګي به په سوله ايزه توګه د ډاکټر نجيب څخه د ملګروملتونو لخوا وړاندې شوي ١٥ کسيز ې شورا ته سپارل کيږي ـ بيا هم شمس صاحب د افغان کړکيچ رابرسيره کولو او دنړيوالې ټولنې د پراخه رول لوبولو لپاره خپله سوله ايزه مبارزه جاري وساتله ـ شمس د پراخ بنسټه حکومت غوښتونکې ووـ هغه غوښتل چه د ملګرو ملتونو د سيوري لاندې د ټولو افغانانو ګډ دولت جوړ شي او هم د ملرو ملتونو لخوا بې طرفه قوتونه په هيواد کې د ثبات ټينګښت لپاره وګمارل شي ـ

ددغه ګډدډۍ او انارشي لمنځه وړلولپاره طالبان د مذهبي مصلحينو په توګه ميدان ته رااوتل او په ډيره کمه موده کې دوې د کابل په شمول د هيواد زيات شمير سيمې تر ولقې لاندې کړې ـ په شروع کې شمس لکه د نورو قام پرستو مشرانو اميدوار وو چه دوې به د يو ملي حکومت جوړولو لپاره لاره هواره کړي مګر کله چه شمس ددوې د وږد مهالوارادو پوه شو او ددوې طرز حکومت ښکاره شو کوم چه دننې نړي سره سمون نه خوړ هغه ناامېده شو ـ د باميانو لرغونې بت چه د افغان تاريخ د قدامت يو ځانګړې نمونه وه ړنګول شمس په کلکه وغندل ـ

د طالبانو د رژيم د نسکوريدو وروسته هغه په هيواد کې تحولاتو ته بيا د اميد په سترګه وکتل مګر د يو ريښتوني ديموکرات په حيث په جوړه شوې اداره کې د نژادي توازن نشتوالي په اړه زښت تشويش درلود هغه ويل چهد افغانستان ټولو نژادونو ته متناسبه برخه ورکول به د هيواد ثبات لا زيات پياوړې کړي او د نه ورکولو په صورت کې محروميت او ګډوډي رامنځته کړي او ملي وحدت به د ګواښ سره مخ کړي ـ


شمس الهدا شمس د اکتوبر په ٩مه ٢٠٠٥ عيسو ي کال کې د ٦٧ کالو په عمر په خپل کلي نورګل کې په حق ورسيد انالله وان اله راجعون ـ روح دې ښاد اوسي ـ



کورپاڼه لیکنې دا فغان ملت نومیالي دګوند مشر انځورونه خبرونه او غونډې مونږ سره اړیکې د ګوند اخبار د ګوندمرامنامه  دګوند تاریخچه زمونږ دریځ


Copyright © Afghan Millat 2007-2013 All Rights Reserved