دافغان ملت ملي مترقي ګوند


 Afghanistan Social Democratic Party


Home Manifesto History Policy President Journal News & Events Articles Renowned Figures Photos Contact Us
لیکنې دا فغان ملت نومیالي دګوند مشر انځورونه خبرونه او غونډې مونږ سره اړیکې د ګوند اخبار د ګوندمرامنامه  دګوند تاریخچه زمونږ دریځ کورپاڼه

د ګوشتې د پیښو په اړه د افغان ملت ملي مترقي ګوند اعلامیه

د انجینیر اجمل شمس په مشرۍ د افغان ملت ملي مترقي ګوند د ګوشتې په سیمه کې په دې نږدیو کې د پاکستاني ځواکونو لخوا د ډیورنډ د کرښې نه دیخوا د دوی تعرض په کلکه غندي . افغان ملت ملي مترقي ګوند د خپلو ملي امنیتي ځواکونو میړانه ، شجاعت او فداکارۍ ته د عقیدت پیرزوونې وړاندې کوي چې د خپل وطن د دفاع لپاره هر راز سرخندنې ته تیار دي .

د یادونې وړ ده چې د ګوشتې په سیمه کې د ډیرې مودې راهیسې د پاکستاني مقاماتو لخوا هسې روانې دي تر څو د خپل نفوذ سا حه پراخه کړي . پاکستاني چارواکي پاید پوه اوسي چې افغانان به هیڅکله هیچا ته اجازه ورنکړي چې د دوی په زمکني تمامیت برید اوکړي . افغان ملت ملي مترقي ګوند پدې عقیده دی چې د ډیورنډ د کرښې نه دواړو غاړو ته ورونه قومونه اوسیږي او هیڅوک دوی سره نشی بیلولی . که چیرې د پاکستان لخوا د ډیورنډ د کرښې نه دې غاړه د پوستو جوړول د دې لپاره وې چې شا ته یې نور عزایم وي نو دا هڅې نتیجه نه ورکوي . د لر او بر پښتانه سره یو دي .

ټول افغان ملت د ملی امنیتې ځواکونو تر شا ولاړ دی او د لوی خدای له درباره د دوی د بریالیتوب دعا کوی . بل طرف ته پاکستان حکومت نه هم غوښتنه کوو چې د ښه ګاونډیتوب د اصولو پر اساس د داسې حرکتو نو نه ډډه اوکړي چې د دواړو هیوادونو تر منځ د تاو تریخوالي سبب کیږي خکه داسې حالت د هیچا په ګټه ندی .

په درناوي

انجینیر اجمل شمس -    د افغان ملت ملي مترقي ګوند مشر



Copyright © Afghan Millat 2007-2013 All Rights Reserved