لیکنې دا فغان ملت نومیالي دګوند مشر انځورونه خبرونه او غونډې مونږ سره اړیکې د ګوند اخبار


د افغانستان بحران: خارجی لاسوهنه او داخلی عوامل   







د افغانستان امنيتي وضع ورځ په ورځ په خرابيدو ده او په لنډو کې د ښه والي هيڅ اثار نه ليدل کيږي - که د ترهه ګرو له خوا ځان مرګی بريد وي او که د ايتلافي قواوو له خوا د ترهه ګرو پر ضد بريد زيات قربانيان یي بيا هم بې ګناه افغانان دي ـ که څه هم داسی ویل کیږي چې په هیواد کی د خارجي قواو پر ضد روحیه ورځ په ورڅ پياوړې کيږي خو دا حقيقت دی چې په ځينې سیموکې دا څه نا ځه امنيت او ثبات په نظر راځي هغه هم ددوي له کبله دی او د دوی نه موجودیت هېواد بیا د یو نه جبران کيدونکې انارشۍ اوکورنۍ جګړې سره مخامخ کولې شي ـ دا خبره ولسمشر حامد کرزي هم په صراحت سره کړی او اکثر هیوادوال هم په دې قانع دي- موجوده ادرې تر اوسه داظرفيت نه دی تر لاسه کړی چه خپل حاکميت په پوره ډول مسلط او یا ثبات تامین کړای شې- هغه څوک چې په موجوده حالت کې د ايتلافي قواوو د وتو خبره کوي یاخو دا حقيقت نشي درک کولی او يا د پرديو د لمسون ښکار دي ـ


د تیرو څو مياشتو راهیسې د پاکستان حکومت د امريکې او ناټو له خوا د زیات فشار لاندې راغلی تر خو د ترهه ګرۍ پر ضد خپلی هلې ځلی لا زياتی کړي- د امريکې کانګرس چه اوس پکی دیموکرات ګوند برلاسی دی په ولسمشر بش انتقاد  لری چه ولې یې د پاکستان سره رويه نرمه ده په داسی حال کی چې نوموړی هېواد په پوره ډول د ترهه ګرۍ مخنیوی نه کوي - ولسمشر کرزی دهیواد د نا ارامیو مسوولیت په پاکستان اچوي خو پاکستان وایی چی ترهه ګري د افغانستان داخلی مسله ده او او د دولت دبی کفایتۍ نتیجه ده خو تیر کال د اکتوبر په میاشت کی دپاکستان ولسمشر دا ومنله چی ترهه ګر د پاکستان څخه افغاستان ته ورننوځي او دا یی هم زياته کړه چی  شاید د استخباراتي اداری ځینې متقاعد چارواکې هم ملوث اوسي ـ دغه راز څرګندونو د پاکستان حکومت د سوال لاندی راوستې چی ولی د داسی فعالیتونو مخه نه نیسي - بل طرف ته دا هم ویل کیږي چی شاید د پاکستان حکومت د افغانستان په باب هم نظر نه وی او ځینې حلقی د جنرال مشرف د ترهه ګرۍ په ضد په پوره ډول د مبارزې مخه نیسي -

دا نظرکه رښتیا وي او که نه خو دا حقیقت دی چی د پاکستان د استخباراتي اداری روابط د افغانستان د مذهبي ډلو سره د شهید سردار داود خان د وخت نه موجود وو ـ او عجیبه خو دا ده چی نن سبا په پاکستان زیات انتقادات د افغانستان دهغه ډلو مشران هم کوي چی پخپله د پاکستان پیداوار دي او د دوی شهرت او شخصیت د پاکستان د هر راز مادي او معنوي مرستو نتيجه ده ـ


په ډيورنډ لاین باندې داغزن تار لګول او د ماينونو ښښول  د تیرو څو میاشتو راهیسې د سخت بحث موضوع ګرزیدلی چه په ملې او بین المللي توګه ورسره مخالفت ښودل شوی او د ترهه ګرۍ دمخنیوي په خاطر یو غیر موثر ګام بلل شوی دی - که څه هم دضد بشری ماینونو پر ضد دنړیوالی ټولنی د موقف په مقابل کې پاکستان ونتوانید چی په پوله ماینونه ښښ کړی خو په بعضو برخو کی ېې اغزن تار ولګوو- د ډیورنډ لاین د تاریخي حیثیت له کبله دا فغانستان لپاره د سيم ښاردار لګول د مانونو ښښولو نه زیات د توجه وړ ده ـ د پاکستان چې هر هدف وي خو  د پاکستان منورینو او سیاسیونو هم دی عمل سره مخالفت ښودلی -         


 بل طرف ته د افغانستان حکومت هم د سیاسي بصيرت او سیاسی جرأت د نشتوالې ښکاردی- دا چې د ریاست جمهوري اوپارلمان لپاره ټولټاکنې په صلح امیز ډول تر سره شوې او خلکو کې یي جمهوري شعور پیدا کړی مثبت ګامونه دي خو اداری فساد ،لاقانونیت ،جنګسالارۍ او د نشیي توکو قاچاق د دولتی ادارو دجوړولولپاره د کوششونو مخه نيولې -تقريباً پينځه کاله کيږي چې د طالبانو رژیم ړنګ شوی او د هیواد د بیا رغوونې لپاره په ملیاردونو ډالره مرستې شوي خو د هیواد د اقتصادي ، اجتماعي او زیربنايی پرمختګ په شکل کې نه لېدل کيږي - باید په ډاګه وویل شي چې د هیواد موجوده وضع د خارجې عواملو سره سره داخلي فکتورونه هم لري چې خارجي عواملو ته يی زمینه مساعده کړې- دمثال په ډول د هیواد  په جنوبي او شرقی سیمو کی د بیا رغوونی کارونه د نشت برابر دي - غربت او اقتصادي مایوسۍ ځوانان دی ته اماده کوي چې د شومو تبليغاتو ښکار شی-   


دا رښتیا ده چې موجوه اداره په یو ډیر مشکل او حساس وخت کی هیواد رهبري کوی او باید ملي وحدت تامین وساتي خو د هیواد قومي جوړښت په پوره معنا باید په نظر کی وساتل شي او د ملي وحدت په خاطراکثریت او د هغوی هویت قرباني نشي



لیکوال : دیپلوم انجینیر اجمل شمس

دافغان ملت ملي مترقي ګوند


 Afghanistan Social Democratic Party


Home Manifesto History President Journal News & Events Articles Renowned Figures Photos Contact Us
د ګوندمرامنامه  دګوند تاریخچه زمونږ دریځ کورپاڼه


Copyright © Afghan Millat 2007-2013 All Rights Reserved