لیکنې دا فغان ملت نومیالي دګوند مشر انځورونه خبرونه او غونډې مونږ سره اړیکې د ګوند اخبار


د انتقال بهیر ، د سولې بهیر او دسیاسي قیادت انتقال   





د انتقال بهیر ، د سولې بهیر او دسیاسي قیادت انتقال هغه درې مهمې موضوع ګانې دي چې د هیواد حال او راتلونکی ورسره تړلی دی . که وتوانیدو چې دغو دری واړو چیلنجونو ته مو په ځای ځواب وویلو نواینده به مو روښانه او نیکمرغه وي  او که بریالي نشولو نو نه یواځې دا چې  راتلونکی به مو د رنګ رنګ ستونزو او کړاونو سره مل وي  بلکه د هیواد ملي بقا به  هم له ګواښ سره مخامخ وي . بله مهمه خبره دا ده چې دا درې مسئلې د یو بل سره تړلې دي . یو بهیر په بل باندې اغیزمن دی . د مثال په ډول د انتقال بهیر او د سولې بهیر د یو بل پورې ارتباط لري  . د دولت د وسله والومخالفینو د سولې دخبرو لپاره یو له اساسي شرطونو نه دا دی چې بهرنۍ قواوې دې د افغانستان نه ووځي .  دا اوس چې د سولې د مذاکراتو خبرې عملاً یا پیل شوي  او یا نښې نښانې یې پیدا شوي نو دا هم د انتقال د پروسې د پرمختګ مثبت تاثیرات دي .

د انتقال د لمړۍ  او دویمې مرحلې نه وروسته د دریمې مرحلې پلي کیدل هم  دوام لري او هیله ده چې په ټاکلې موده کې به تکمیل شي . د دریمې مرحلې په تکمیل سره به د هیواد ۷۵ فیصده نفوس د انتقال تر پوښښ لاندې راشي . باید پوه شو چې د لیږد بهیر نه په شاه تلونکی دی اوخارجې قواوې د افغانستان نه وځي . دا یو سیاسي تصمیم وو چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې تر منځ د ۲۰۱۰ میلادي کال د نومبر په میاشت کې د لیزبون په کنفرانس کې پرې موافقه وشوه . د انتقال پروسې دې ته زمینه مساعده کړې چې انتقال په یوه منظمه ، سیستماتیکه ، تدریجي او منطقي توګه پر مخ لاړ شي چې د ډاکټر نجیب د وخت د انتقال نه توپیر ولري .


د امریکې دمتحده ایالاتو سره  د ستراتیژیک تړون په لاسلیک او د شیکاګو کنفرانس د کامیابو مذاکراتو په نتیجه کې د امنیت په برخه کې د نړیوالو تعهداتو نه  وروسته د افغانستان دولت تر کافي اندازې  په ملي او نړیواله کچه اعتبار تر لاسه کړی او دا اطمینان   پیدا شوی چې نړیواله ټولنه به په عام ډول او امریکه او غرب په خاص ډول  د ۲۰۱۴ م نه  وروسته  هم  زمونږ امنیتي ارګانونوسره  د تمویل ، تخیکي همکارۍ او روزنیزه برخه کې  خپلو مرستو ته دوام ورکوي . دې وروستیو مثبت ګامونو  د ولس اندیښنې کمې کړي او هیلې یې زیاتې کړي دي  او د راتلونکې په باره کې بې باوري تر یوه حده کمه شوې ده  خو داکافي نده ځکه تر څو د سولې پروسه بریالۍ نشي نو انتقال به څه معنا ولري .  


د مخالفینو سره د سولې په ارتباط دوه متوازي  پروسې دوام لري . د حکومت لخوا ټاکل شوی د سولې کمیسیون چې ښاغلی صلاح الدین  رباني یې مشري په غاړه لري افغاني پروسه ده ، بل طرف ته امریکې په مستقیمه توګه  هم د طالبانو سره د سولې مزاکراتو په خاطر هلې ځلې پیل کړي او په قطر کې یا د دوی لپاره دفتر خلاص شوی او یا موافقه پرې شوې . خو اصلي خبره دا ده چې د منطقې په سطح  د سیاسي حل لپاره څومره پرمختګ شوی او یا کومه طرحه جوړه شوې او یا د جوړیدو په حال کې ده ؟  د داسې یوې طرحې د نه شتون په صورت کې د سولې د پروسې بریالیتوب یو غټ سوال دی . د منطقې په سطح  د پاکستان نقش کلیدی دی  او هغه ځکه چې ایا د دولت وسله وال مخالفین په خپلو تصامیمو کې استقلالیت لري؟  بله دا چې مخالفین هم   په ډلو ویشل شوي او هره ډله ځانګړي رهبري او اهداف لري . دا احتمال هم شته چې دا ډلې تکتیکي اوسي .  تر اوسه چې د سولې په ارتباط  کوم ګامونه پورته شوي مثبت  پرمختګونه یې بللی شو ولې تر څود سولې په اړه یو جامع فکر و نشي چې د هغې پر اساس  افغان دولت ، نړیواله ټولنه او ګاونډیان یوې نتیجې ته  ورسیږي د سولې مزاکرات به خپل اغیزمنتوب له لاسه ورکړي .


د انتقال او د سولې د پروسو تر څنګ د افغانستان د راتلونکي زعامت ټاکل هغه مهمه موضوع ده چې ددې هیوادسیاسی او اقتصادي  ثبات ، نیکمرغه راتلونکی او د هیوادوالو هوسا ژوند ور سره مستقیم تړاو لري . په ۲۰۱۴ کې د ولسمشر کرزي دویمه دوره پای ته رسیږي او قانون اساسي  د دریمي دورې اجازه نه ورکوي او ولسمشر کرزي هم ویلي چې دی هیڅ داسې هڅه نه کوي چې د ده د دریمې دورې د کاندیداتورۍ لپاره زمینه مساعده کړي .    اوس نو هیوادوال باید د راتلونکي مشرتابه په اړه دقیق فکر وکړي .  دا یو واقعیت دی چې تیرو دولسو کلونو بیل خصوصیات درلودل او اوس وضع بدله ده . هیواد په سیاسي ، نظامي او اقتصادي لحاظ بیل شرایط درلودل چې د اوسنیو شرایطو سره ډیر توپیر لري .  ولسمشر کرزي په هغو شرایطو کې هیواد داسې رهبري کړ چې د همداسې قایدانه صفاتو ته اړتیا وه .  اوس باید افغانان د موجوده شرایطو په رڼا کې د یو داسې مشرتابه په اړه دقیق فکر اوکړي ځکه د افغانستان راتلونکی تر ډیره حده د راتلونکي زعامت د ظرفیت، د رهبرۍ استعداد ، سیاسي  او اقتصادي پوهې او پختګۍ او په ملي او نړیواله سطح مشروعیت پوري اړه لري .



که د لوی خدای په توکل او مرسته او د ملت په ټینګه اراده په دری واړو ملي پروسو کې بریالي شولو نو دې کې هیڅ شک نشته چې د دې هیواد راتلونکی به نیکمرغه وي .  دا اوس د افغانانو د سیاسي شعور او ملي وجدان پورې  ارتباط لري  چې د دوی په نظر څوک د داسې صفاتو لرونکی دی چې راتلونکی افغانستان  د نجات او ثبات پر لور رهبري کړي .  




لیکوال : دیپلوم انجینیر اجمل شمس

دافغان ملت ملي مترقي ګوند


 Afghanistan Social Democratic Party


Home Manifesto History President Journal News & Events Articles Renowned Figures Photos Contact Us
د ګوندمرامنامه  دګوند تاریخچه زمونږ دریځ کورپاڼه


Copyright © Afghan Millat 2007-2013 All Rights Reserved