دافغان ملت ملي مترقي ګوند


 Afghanistan Social Democratic Party


Home Manifesto History President Journal News & Events Articles Renowned Figures Photos Contact Us
د ګوندمرامنامه  دګوند تاریخچه زمونږ دریځ لیکنې دا فغان ملت نومیالي دګوند مشر انځورونه خبرونه او غونډې مونږ سره اړیکې د ګوند اخبار کورپاڼه


د سید صابر شاه صابر په نوي کتاب ( د میدان ښار سفرنامه)  تبصره





د میدان ښار سفر  د پښتونخواه  د نومیالي شاعر ، لیکوال ، سفرنامه نګار او څیړونکي ښاغلي سید صابر شاه صابر یوه نوې سفرنامه ده چې د میدان ښار د سفر په اړه یې لیکلې ده . صابر  شاه د هیڅ تعارف محتاج ندی . د ده  د نوم سره  د لر او برهر پښتون  ادیب ، شاعر ، لیکوال او د پښتو ادب مینه وال  اشنا دی . صابر شاه نه یواځې د پښتو ادب یو تکړه لیکوال اود لفظونو جادوګر دی بلکه  سیاسي پوهه  او شعور ، پښتونولي ، او د افغانستان او افغانانو سره مینه یې هم  له چا نه کمه نده  چې دغه وروستی سفر او سفرنامه یې ښکاره ثبوت دی . صابر شاه هره خبره سپینه سپینه کوي او لوستونکې د ډیرو حقیقتونو او واقعیتونو نه خبروي . دا حقیقتونه کله خواږه خو کله تراخه هم وي . د لیکوالۍ همدا طرز د ده تصانیفو ته ښکلا او خوند ورکوي او خلک یې ډیر په شوق لولي .


صابر شاه د میدان وردګو فرهنګپال او د ادب مینه وال والي محمد حلیم فدایې صاحب په خاصه بلنه میدان وردګ ته سفر کړی وو چې اساسي هدف یې د مڼې ګل یوولسمې دودیزې مشاعرې کې ګډون وو چې په دې دوران کې  صابر شاه او د هیواد ستر ملي شاعر او د ملي سرود لیکوال ښاغلي عبدالباري جهاني ته د عقیدت پیرزوونې وړاندې شوې او د دوی د ادبي خدماتو د اعتراف په توګه  دواړو ته پټکي په سرکړای شول . په پښتون کلتور کې  پټکی په سر کول غټ افتخار ګڼل کیږي . د دې سفراو سفرنامې لوی محرک مبارز او نومیالی شاعر ښاغلی میر زمان جبارخیل دی  څوک چې  د لیکوال سره  د پیښور نه تر میدان ښار پورې  د سفر ملګرتیا کړې  او چیرته چې لازمه وه خپل نقش یې لوبولی دی  .


د صابر شاه سفر د پیښور نه پیل کیږي او په میدان ښار ختمیږي  وروسته بیا لیکوال  د پغمان سیل هم کوی او بیرته پیښور ته راستنیږي . هغه څه چې په میدان ښار کې تیریږي  هغه خو طبعي ده چې لیکوال په خپله سفرنامه کې قلمبند کړي دي خو هغه څه چې د پیښور نه میدان ښار ته تلو تلو کې لیکوال لیدلي او د خپل قلم په ژبه یې بیان کړي لازیات خوندور دي .  صابر شاه په خپله لیار کې قدم په قدم   تیر تاریخ ته ځي او پخپله خوږه  ژبه  زاړه  یادونه را تازه کوي  او د دې  وطن  د عظمت قیصې بیانوي . صابر شاه د ارواښاد شمس الهدا شمس په وار وار یادونه کوي او عقیدت پیرزوونې ورته وړاندې کوي  او د پیښور د وخت تیر وختونه رایادوي . لیکوال د خپلو هغو دوستانو نه ګیله مند هم دی  چې د مهاجرت په دوران کې ورسره دی نږدې پاتې شوی وو  او صابر شاه خو دخپلې میزبانۍ حق په پوره صداقت ادا کړی وو ولي د دې ملګرو چې اوس لوړو لوړو پوستونو ته رسیدلي او دی یې اوس هیر کړی دی چې د صابر شاه په وینا دا د پښتون خصلت ندی  او بله دا چې دی وایې کابل زمونږ مشر ورور دی او مشرانو ته کشران ګیلې کوي . صابر شاه د میدان وردګ والي  د خاکسارۍ او متانت نه ډیر متاثر دی  او وايي چې هغه کې د ګورنرۍ نشه نشته او ورسره دا متل وایي چې « د سلو کالو اوږی به په سلو کې موړ نشي او دسلو موړ به په سلو کالو کې وږی نشي » لیکوال د افغانستان د پاسپورت د کنترول مسئولینو نه ډیر شکایت   لري او وايې چې هلته څوک په پښتو نه پوهیږي او سمه وضع هم له چا سره نکوي  .صابر شاه د هغو شخصیتونو یادونه کوي چې ده سره یې نیږدې اړیکې ساتلي او دی ورنه  ډیر متاثر دی او عقیدت ورته  لري  د مثال په ډول اجمل خټک ، ایاز داودزی ، عبدالله غمخور ، شمس الهدا شمس ، ارباب سیف الرحمن  ، عنایت الله ګران او داسې نور .  صابر شاه په خپله سفرنامه کې د افغانستان د تاریخ یو لنډ تصویر په ډیره فنکارۍ وړاندې کوي چې د لوستونکې احساسات هم راپاروي . د میدان وردګ د نومیالیو شخصیتونو ذکر هم کوي لکه  محمد جان خان وردګ ، غلام محمد فرهاد ، قدرت الله حداد ، ډاکټر وکیل ، حبیب الله رفیع او داسی نور  .


صابر شاه ځای پر ځای په افغانستان کې د پرمختګ نښې نښانې  لکه  پاخه سرکونه ،دنګ دنګ بلډنګونه  او ګرم بازارونه  ویني  او ورنه ډیر متاثر دی . لیکوال ته  څه پته ده چې  په تیرو دولسوکلونو کې  دې هیواد ته څومره په ملیاردونو ډالر راغلل او که په صحیح توګه دا پیسې مصرف شوې وای نو څو چنده زیاته  ابادي به پرې شوې وای او بله دا چې دا هر څه د مرستو په پیسو شوي نه زمونږ د ملي اقتصاد د ودې په برکت  داچې دوام به یې څومره وي دا ټول ولس سره یو سوال دی .  


د افغان ملت د اخبار اداره ښاغلي صابر شاه ته په کامیاب سفر او په زړه پورې سفرنامه  مبارکي وړاندي کوي او د میدان وردګ د والي محمد حلیم فدایې صاحب او میرزمان جبارخیل صاحب نه هم ډیره مننه کوي چې د دې سفر لارې  چارې یې برابرې کړې او زمینه یې ورته مساعده کړې  .   




لیکوال: وصلي خان ملاخیل


Copyright © Afghan Millat 2007-2013 All Rights Reserved