دافغان ملت ملي مترقي ګوند


 Afghanistan Social Democratic Party


Home Manifesto History President Journal News & Events Articles Renowned Figures Photos Contact Us
د ګوندمرامنامه  دګوند تاریخچه زمونږ دریځ لیکنې دا فغان ملت نومیالي دګوند مشر انځورونه خبرونه او غونډې مونږ سره اړیکې د ګوند اخبار کورپاڼه

لیکوال: وصلي خان ملاخیل


حج اود لوی اخترقرباني په اسلامي شریعت کې او زمونږ په  ټولنه کې



خدای (ج) د انسان او پیریانو د پیدایښت په اړه په قرآن عظیم الشان کې داسې فرمایلي دي « ما ندي پیدا کړي انسانان او پیریان مګر د خپل عبادت لپاره » . حج د اسلامي عباداتو څخه یو مهم عبادت  او د اسلام د پینځو ارکانو څخه یو مهم رکن دی  خو د اسلام د نورو ارکانو سره یې توپیر پدې کې دی چې حج یواځې په هغه چا فرض دی چې اقتصادي توان یې لري .  په شریعت کې حج  لاندې شرایط لري :


- ازادي (باید غلام نه وي )

- عقل ( باید لیونی نه وي)

- بلوغت ( باید صغیر نه وي )

- صحت ( مریض نه وي )

- د لیاری او حج ته د رسیدو قدرت او امکانات

- د زنانه لپاره د محرم موجودیت

که چیرته یو مسلمان  په پورته شرایطو برابر وي باید په خپل ژوند کې یو وار د بیت الله حج ادا کړي .                           


د نبي اکرم (ص) نه یو ځل پوښتنه اوشوه چې کوم عمل بهتر دی ؟  هغه اوفرمایل « الایمان بالله » یعني په الله ایمان لرل  . بیا ترې پوښتنه اوشوه چې د هغې نه وروسته کوم عمل بهتر دی . وې فرمایل «الجهاد في سبیل الله » یعني د الله په لیار کې جهاد کول . بیا ترې پوښتنه اوشوه چې د هغې نه وروسته کوم عمل بهتر دی . وې فرمایل «الحج مبرور» یعنې حج چې پکې د ګناه نه ځان ژغورل شوی وي . د بیت الله نه د طواف په دوران کې د هر قدم په ایښودلو د مسلمان ګناه لیرې کیږي  او مقابل کې ورته نیکي لیکل کیږي . په بیت الله کې یو لمونځ په لکونو لمونځونو حسابیږي او همدا راز په مسجد نبوي کې یو لمونځ په زرګونو لمونځونو حسابیږي . د حج په باره  کې الله پاک داسې فرمایلي دي  «او نیکي کوۍ او بیشکه چې خدای (ج) محبت کوي له نیکو کارو سره او پوره کړۍ حج او عمره د الله لپاره  » .


همدا راز د کعبې شریفې د طواف تر څنګ د صفا او مروه تر منځ  د شریعت د اصولو په چوکاټ کې مزل کول د حج له ارکانو څخه مهم رکن دی . صفا او مروه په مکه مکرمه کې د کعبې شریفې تر څنګ هغه دوه غونډۍ دي چې حضرت ابراهیم علیه السلام  خپله میرمن هاجره بي بي د خپل زوی حضرت اسماعیل علیه السلام   سره د همدې دوه غونډیو تر منځ پریښودل . هاجرې بي بي د تندې او اوبو د نشتوالي له کبله د دې دوه غونډیو تر منځ منډې رامنډې کړې چې پایله کې الله پخپل قدرت د حضرت اسمعیل (ع) د پښو په وهلو سره د زم زم چینه روانه کړه چې اوس ترې د نړۍ ټول مسلمانان د حج د مراسمو پر مهال د تبرک لپاره اوبه څکي  .


مشرکانو  د صفا او مروه غونډیو په سرونو د (اسافه) او (نایله) په نامه بتان نصب کړي وو چې دوی به یې عبادت کاوه . کله چې د اسلام مقدس دین ظهور وکړ نو مسلمانانو دا دواړه بتان مات کړل  او د صفا او مروه د غونډیو په اړه ورسره ځینې تشویشونه پیدا شول  نو خدای (ج) دا آیت نازل کړ: (ان الصفا والمروه من شعایرالله . فمن حج البیت اوعتمر فلا جناح علیه ان یطوف بهما و من تطوع خیرا فان الله شاکر علیم ) ترجمه : بیشکه صفا او مروه دالله د نښو ځینې دي . نو هر څوک چې اراده د حج اوکړي د بیت الله شریف یا اراده د عمرې اوکړي نو هیڅ ګناه نشته په ده باندې په دې کې چې طواف اوکړي پدې دواړو او هر څوک چې وکړي په خپله خوښه څه نیکي بیشکه الله شکر قبلونکي  او خبردار دی .


د حضرت ابوهریره نه روایت دی  چې  پیغمبرص  فرمایلي  دي  ( عن ابي هریره قال : قال رسول الله صلی الله علیه وسلم من حج فلم یرفث ولم یفسق غفر له ما تقدم من ذنبه) ژباړه : (ابو هریره (رض) وایي رسول الله (ص) وفرمایل : چا چې حج وکړ او د ښځو سره یې د شهوت خبرې  ونکړې او نه یې فسق وکړ نو هغه د ټول ګناهونه ورته بښل کیږي  .)


د اوسنۍ زمانې  مسلمانانو  او په خاص ډول  حاجیانو ته  دې خدای هدایت  اوکړي ځکه چې د حج  او د لوی اختر د قربانۍ نه رواج جوړ شوی دی او ځینې مسلمانان حج او قربانې یواځې د عبادت لپاره نه بلکه د ریا لپاره هم کوي . هدف یې دا وي چې په ټولنه کې یې عزت زیات شي او خلک ورته حاجي صاحب ووایي . ځینې د حج  اهداف  او مقاصد نه پیژني او د حج په ساتلو او تحفظ باندې ا ګاه هم نه اوسي او په  دې هم  نه  پوهیږي  چې د حج  اصل معنی او مفهوم څه دی ، او حج فرض دی او که واجب او که سنت ؟  فقط منظور یې دا وي چې په پینځو کې حساب شم . د فسق ، فساداو نا مشروع کارونو څخه  خودداري نه کوي . د ا رنګ حجونه د ثواب پر ځای مسلمان په عذاب اخته کوي چې په عامیانه اصطلاح  کې خلک داسې شخص ته  « حاجي برباد »  وایي .


زمونږ  دولتي اداره چې د حج د تنظیم چارې د حج او اوقافو د وزارت له لیارې پر مخ بیایي هم د ډیرو نیمګړتیاوو سره مل ده . د مثال په ډول معتبر او بهتر هغه څوک دی چې ډیر مال او دولت ولري  او یا په دولت کې ستر مقام او چوکۍ ولري . د داسې کسانو بیا د حج او اوقافو لخوا د حج په مراسمو کې خاصه پاملرنه کیږي . د داسې کسانو نومونه په لمړي سر کې په قره کشۍ کې  راوځي  او کارونه یې له بې له کوم خنډ او ځنډ مخ پر وړاندې ځي . بل هغه څوک چې په وزارتونو  کې په لوړو پوستونو کار کوي ، دو لسي جرګې غړي اوسي او یا د مشرانو جرګې غړي نو نه یواځې دا چې د د دولت د امتیازاتو نه برخورداره دی بلکه ټولو خپل خپلوانو ته هم د حج  د تلو اسانتیاوې برابروي . خو د حج اصلې مزه خو پدې کې ده چې یو مسلمان په خپل زیار او پخپلو حلالو پیسو د حج فرض ادا کړي .


د لوی اختر د قربانۍ نه هم اوس یو رواج جوړ شوی دی . قرباني په اصل کې واجب ده او دا مسلمانانو ته د حضرت ابراهیم علیه السلام نه پاتې ده . قرباني باید یواځې د خدای پاک د رضا لپاره اوشي خو زموږ په ټولنه کې ډیر داسې اشخاص شته چې په اقتصادي لحاظ پرې قرباني واجب نه وي خو یواځې د ګاونډي د رقابت لپاره په قرض قرباني کوي او بله خبره داده چې اسلام کې اصول واضح دی (ان الاعمال باالنیات ) یعنې د عملونو بنسټ په نیتونو باندې دی . نو که څوک د ریا لپاره قرباني کوي او یا د حج لپاره ځي نو پدې عمل کې د ثواب پر ځای ګناه ده ځکه چې دا غیر مشروع رقابت دی او د اسلام مقدس دین هر غیر مشروع رقابت ردوي . خدای دې مونږ ټولو مسلمانانو ته په سمه او د شریعت په اصولو برابره لیار دتلو هدایت په نصیب کړي . (آمین)  

لیکوال: وصلي خان ملاخیل


Copyright © Afghan Millat 2007-2013 All Rights Reserved