دافغان ملت ملي مترقي ګوند


 Afghanistan Social Democratic Party


Home Manifesto History President Journal News & Events Articles Renowned Figures Photos Contact Us
د ګوندمرامنامه  دګوند تاریخچه زمونږ دریځ لیکنې دا فغان ملت نومیالي دګوند مشر انځورونه خبرونه او غونډې مونږ سره اړیکې د ګوند اخبار کورپاڼه


د ملي قهرمانانو پر وړاندې د ملت مسولیت       




لکه څرنګه چې اولادونه د خپلو پلرونو او نیکونو په نقش و قدم باندې پر تللو ویاړل کیږي یو ملت هم داسې مثال لري . افغانستان ته د یو سفر په دوران کې زه د کابل نوي ښار د مرغ فروشۍ کوڅې ته ولاړم  او د میرویس نیکه ، احمدشاه بابا  او غازي امان الله خان عکسونه مې واخیستل . ما سره پوست کارتونه په لاس کې وو چې  یو متعلم مې مخې ته راغی  او پوښتنه یې رانه اوکړه چې څه مې واخیستل . ما ورته پوست کارتونه وښودل . دا متعلم د اووم او یا اتم  ټولګي زده کوونکی وو.  زه ډیر حیران او پریشان شوم چې کله دې متعلم پوست کارتونه وکتل او له ما نه یې پوښتنه اوکړه چې دا څوک دي دا چې زه د پاکستان نه راغلی وم او د پاکستاني پیسو لوټونه مې په جیب کې درلودل نو هغه مې را وویستل او د هغه متعلم نه مې پوښتنه اوکړه چې په دي لوټونو د چا عکس

دی . هغه سمدستي جواب راکړ چې دا قایداعظم دی .


ما له ځان سره فکر اوکړ چې که چیرې مونږ هم په خپلو لوټونو ، تعمیرونو ، مکتبونو او کتابونو د

خپلو ملي مشرانو او بنسټګرو عکسونه درلودی نو نن به له داسې سوال او ځواب سره نه مخامخ کیدی . د یادونې وړ ده چې دا متعلم په افغانستان کې زیږیدلی او لوی شوی وو. زما نیوکه په دې متعلم نده . زما هدف دا دی چې باید مونږ  خپل ملي مشران وپیژنو ځکه چې دا زمونږ مسولیت دی . هر ملت ځینې داسی ارزښتونه لري چې هغه د ملت د ټولو افرادو شریک وي او ټول ورته یو شان  احترام لري . یو څو کاله وړاندې یو شخص د غازي امان الله خان په اړه غیر قابل تحمل کلمات استمال کړل او بد رد یې وویل پدې اساس چې دموکراسي او د بیان آزادي ده  او څوک چې هر څه وغواړي ویلی یې شي . خو داسې نده . دا صحیح ده چې په دیموکراتیکه ټولنه کې د بیان ازادي شته خو هر څه خپل معیارونه او حدود لري . هند او امریکا د ولسواکو هیوادونو بهترین مثالونه دي . آیا په امریکا کې څوک داسې ادعا کولی شي چې جارج واشنګټن د امریکا بنسټګر ندی  او یا په هند څوک داسې وایي چې ګاندهي د هند ملي مشر ندی . نه هیڅکله نه .


په هر هیواد کې ځینې داسی معنویات او واقعیتونه وجود لري چې هیڅوک ترې سترګې نشي پټولی لکه څوک نشي کولی ځان ته خپل پلار وټاکي . همدا حال د یو ملت دی . عجیبه خو داده چې زمونږ د ملي مشرانو په اړه د نورو هیوادونو په کتابونو کې زیات تر معلومات دي .

يواځينۍ لیار چې زمونږ ځوان نسل د خپلواکۍ په اصلي معني پوهولی شي هغه داده چې مونږ خپل تاریخ ته مراجعه اوکړو  . یو وخت مونږ د اصفهان نه تر ډیلي پوري حکومت کوه . اوس نور هیوادونه په ښکاره زمونږ په داخلي چارو کې لاسوهنه کوي . مونږ خپل تاریخ ته باید د یو ملت په حیث اوګورو ، خپل کلتور ته وده ورکړو او دخپلو ملي مشرانو احترام اوکړو .


که چیري مونږ ټول ملت په ملي ارزښتونو لکه ملي سرود ، بیرغ ، اساسي قانون ، ژبې ، دین او ملي مشرانو باندي هم نظر او نه اوسو نو بیا بهرنیان چې څرنګه اوغواړي مونږ د خپلو ګټو لپاره استعمالولی شي . لکه څرنګه چې مو لیدلي چې مونږ شاید یواځینی ملت اوسو چې په ډیره اسانه خپلو ملي ارزښتونو ته تغیر ورکولی شو پداسی حال کې چې ملي ارزښتونه د ملت هویت ټاکي .  راځۍ چې په داسې څه  فکر اوکړو چې زمونږ په ګران هیواد کې یووالی ، خپلواکي ، نیکمرغي او پوهه راولي .

 


لیکوال: ولي حداد فرهاد


Copyright © Afghan Millat 2007-2013 All Rights Reserved