دافغان ملت ملي مترقي ګوند


 Afghanistan Social Democratic Party


Home Manifesto History President Journal News & Events Articles Renowned Figures Photos Contact Us
د ګوندمرامنامه  دګوند تاریخچه زمونږ دریځ لیکنې دا فغان ملت نومیالي دګوند مشر انځورونه خبرونه او غونډې مونږ سره اړیکې د ګوند اخبار کورپاڼه


د افغانستان او امریکې تر منځ  امنیتي تړون   




د افغانستان او امریکې تر منځ  امنیتي تړون د دواړو هیوادونو تر منځ د یو څه مودې راهیسې د بحث لاندې دی او نن سبا د هیواد په سیاسي او رسنیزو حلقو کې یوه ګرمه موضوع ده . د یادونې وړ ده چې دا تړون د دواړو هیوادونو تر منځ  د لاسلیک شوي ستراتیژیک تړون تر ټولو مهمه برخه تشکیلوي . په  ستراتیژیک تړون کې ویل شوي چې   « دواړه لوري له خپلو داخلي طرزالعملونو سره سم  پر یوې دوه جانبه امنیتي موافقتنامې مذاکرات پیلوي او هدف به دا وي چې په یو کال کې  دننه  بشپړ شي .  دا امنیتي تړون  په افغانستان کې د امنیتي پرسونل  چې له  تروریزم سره د مبارزې  ، د ملکي او بشر دوستانه  مرستو او د نظامي تمریناتو او تعلیم  او نورو فعالیتونو په منظور راغلي دي ، د حظور د څرنګوالي د ۲۰۰۳ م موافقتنامې  او هم  د نورو هغو توافقاتو او تفاهماتو ځای ونیسي چې  دواړه لوري یې دوه جانبه امنیتي موافقتنامې د احکامو مغایر وبولي  .

لاسلیک شوي ستراتیژیک تړون  د امنیتي تړون په عمومي ډول تشریح کوي او اصول يې وضع کوي خو دا چې امنیتي تړون به څرنګه  چوکاټ رامنځ ته کړي د بحث لاندې دی . طبعي ده چې دواړه هیوادونه به په دې اړه خپل ځانګړي دریځونه لري چې د خپلو هیوادونو د ملي ګټو په بنسټ به یې عیاروي .


ولسمشرحامد کرزي پدې نږدیو کې په ډاګه کړې چې دا تړون به هغه وخت لاسلیک شي چې امریکا د افغانستان حاکمیت او قوانینو ته احترام وکړي . که د افغان ولس د مال او ځان د خوندیتوب ، د امنیتي ځواکونو د تجهیز او روزنې او د حکومت په مرسته  د افغانستان د هوایي تحریم د ساتنې شرطونه ومنل شول افغانستان لیوال دی چې امریکایې ځواکونو سره د قضایي چلند مسله په پام کې ونیسي . بله مهمه مسله چې ولسمشر ورباندې ټینګار کوي د زندانیانو مسله ده چې امریکایي نظامیان به څوک نه بندیانوي او نه به دا حق لري  چې زندانونه رامنځ ته کړي  او نه به په کلو او کورونو بمباري کوي .  د امنیتي تړون په باب د ولسمشر  دریځ  د هیواد د ملي حاکمیت لپاره مهم   اساس دی او ښکاره ده چې په خپلواکۍ میین افغان  ولس به   ترې پوره ملاتړ کوي .

  

په امریکا کې د ولسمشر اوباما د دویم ځل ټاکل کیدل د افغانستان په باب د دغه هیواد د پالیسیو د تسلسل لپاره  یو ښه تصادف  او فرصت دی . دواړه هیوادونه کولی شي د دې فرصت نه په استفادې سره دامنیتې مسولیتونو د انتقال د بهیر د بریالیتوب او پرمختګ تر څنګ په امنیتي تړون باندې هم موافقه اوکړي تر څو د دواړو هیوادونو ملي ګټې خوندي وساتل شي . بله اساسي خبره داده چې د دې امنیتي تړون په نتیجه کې باید په سیمه کې د منفي رقابتونو او تاوتریخوالي پر ځای د ترهګرۍ پر ضد یوه ګډه ستراتیژي رامنځ ته شي . دا چې پاکستان « د ناټو نه باندی د امریکا ملګری هیواد»   (Non-Nato Ally)دی  او افغانستان هم  دغه موقف ترلاسه کړی  نو امریکا باید په پاکستان باندې د خپل نفوذ نه په استفادې سره د دې هیواد هغه تشویشونه رفع کړی چې ګنې دا تړون به د پاکستان لپاره امنیتي ګواښ اوسي بلکه دا تړون یواځې د  د تروریزم  د مخنیوۍ او د افغان امنیتي ځواکونو سره د مرستې او د دوی د روزنې په خاطر کیږي تر څو په سیمه کې ثبات رامنځ ته شي چې د هر چا په ګټه دی  .


لیکوال: انجینیر اجمل شمس


Copyright © Afghan Millat 2007-2013 All Rights Reserved