دافغان ملت ملي مترقي ګوند


 Afghanistan Social Democratic Party


Home Manifesto History President Journal News & Events Articles Renowned Figures Photos Contact Us
د ګوندمرامنامه  دګوند تاریخچه زمونږ دریځ لیکنې دا فغان ملت نومیالي دګوند مشر انځورونه خبرونه او غونډې مونږ سره اړیکې د ګوند اخبار کورپاڼه


تعلیمی موسسات او سیاسي مسؤلیت          



تعلیمي موسسات د یو هیواد د قوت بنسټ تشکیلوي . که چیري اساس سالم وي نوهیوادبه په صحیح مسیرحرکت کوي . که چیرې د تعلیمي موسساتو نه د سیاست ډګرجوړشي نو بیا د متعلمینو او محصلینو ترمنځ د ډیر کم عمر نه د اختلافاتو پیل کیږي او همداسې دوام پیداکوي . د اعلیحضرت ظاهرشاه او د شهید داود خان د حکومتونو په  دوران کې په کابل پوهنتون کی یو څه رقابتونه پیل شول چی بیا یې د جهاد ترمهاله دوام درلود او لا تراوسه  یې تاثیرات لیدل کیږي .


همدا سیاسي مخالفتونه وو چی کورنۍ جګړې یې وزیږولې او بهرنۍ لاس وهنې پیل شوې . د سیاسي ګروپونو تر منځ رقابتونه کله داسې مرحلې ته ورسیدل چې دوی مسلح کړای شول . پداسې شرایطو کې  آیا ممکنه ده درس وویل شي ؟  په مکتبونو او پوهنتونونو کې متعلمین،محصلین او استادان باید ټوله توجه یواځې ښوونې ته ورکړي چی شاګردانوته یوه روښانه آینده ور په برخه شي . د دې په خوا کې باید سپورتي اسانتیاوو ، څیړنیزو مراکزو، سیمینارونو او کنفرانسونو ته توجه وشي چې د شاګردانو علمي سویه لوړه شي نه داچې یو ګروپ د بل ګروپ پرضد و هڅول شي چی په مظاهرو کې ګډون وکړي . څه موده وړاندې په  کابل پوهنتون کی د مظاهرو له کبله یو شاګرد خپل ژوند له لاسه ورکړ او نور ډير شاګردان پکی ټپیان شول . باید داسی پیښه هیڅ منځ ته نه وی راغلې .هیڅ سیاسی اختلاف د یو ژوند  نه  لوړ نه  دی .


دا د دولتي چارواکو او هم  د پوهنتون  د مسؤلینو دنده ده چې په پوهنتون کې داسې منفی سیاسي فعالیتونو ته چی تشدد نه پکې کاراخیستل کیږي   اجازه  ورنکړی . طبعي ده چې ځوانان احساساتي او باانرژي وي نو ولې د دوی د انرژۍ نه مثبته استفاده ونشي . ځوانان تل دیوهیواد آینده تشکیلوي او زمونږ هیلې چی هیواد به یوې صیح خوا ته رهبری شي اومسیربه ورکړل شي د ځوانانو پورې تړلې دي .کله چی  د ځوانانو تر منځ  دا رنګ درزونه پیداشي نو بیا ټول ملت خپلې هیلې دلاسه ورکوي . پدې واقعیت خو ټول او په خاص ډول تعلیم یافته طبقه ښه پوهیږي چې د بې اتفاقۍ نه مو اتفاق او بې سوادۍ نه مو سواد بهتر دی خوبیا دا پوښتنه پیداکیږي چې ورباندې پوهیږوهم نوبیا ولې  ور باندې عمل نه کوو او منفی جهت نیسو.


افغانستان یواځینی هیواد نه دی چیرته چې د یو نه زیات قومونه ژوند کوي .د نړۍ ډير هیوادونه  شته چې هلته د مختلفو قومونو او مذاهبو خلک په سوله ایزه توګه ژوندکوي او غټه وجه يې دا ده چې پداسې هیوادونو کې عدالت وجود لري هغه څه چې مونږ ورته ډيره اړتیالرو.


د افغانستان ملت باید دا انتخاب له ځان سره اوکړي  چې  د احساساتو پر اساس فکر کوي او که د حقایقو او واقعیتونو پر اساس  .افغانستان  او نړۍ باید پدې پوه اوسي اودا یو روښانه حقیقت دی چې پښتانه په افغانستان کې یو اکثریت دي او د دوی حقوق په سیاسي ، اقتصادي او فرهنګې  لحاظ غصب شوي دي اوپه خاص ډول د تعلیم  په  ډګر کې .

د هیواد په جنوبي او ختیزو سیمو کی دامنیت د نشتوالي له کبله او د هیواد په پرامنه سیموکې دبې عدالتۍ له کبله په  پښتنو کې د بې ثباتۍ او ناارامۍ یوه فضا وجود لري چی احتمال لری نوره هم خرابه شی . دا هم یو واقعیت دی چی چون پښتانه یواکثریت دي نوکله چې د هیواد اکثریت  ته اساسي ستونزی متوجه شی نودا بیا بی امنیتی اوبی ثباتی زیږوی . د بی ثباتۍ او نا امنۍ په حالت کې مونږ نشوکولای چې په اوږد مهال  کی  هیڅ  هم ترلاسه کړو . یواځې په فاریاب ولایت کی ۱۷۰۰۰ کورنۍ پښتانه د خپلو کورونو نه په زور وویستل شول چې اوس په خیموکې اوڅه ئې په کابل او دهیواد په نورو برخو کې ژوندکوي . همدا شان هلمند او کندهار ته هم په زرهاوو کورونه راغلي چې نه  تعلیم ته  لاسرسی لری او نه کوم کار او روزګار یعنی په  خپل هیواد کې کډوال دي .

د یو ملت په  صفت راځۍ چې هرکوچني ته وښایو چې افغانستان یو واحد ملت دی او په سوله ایزه توګه ټول ورونه قومونه بایددلته  په عزت او آبرو کې ژوندوکړی .


لیکوال: ولي حداد فرهاد


Copyright © Afghan Millat 2007-2013 All Rights Reserved