لیکنې دا فغان ملت نومیالي دګوند مشر انځورونه خبرونه او غونډې مونږ سره اړیکې د ګوند اخبار


د ارواښاد شمس الهدا شمس ژوند او اند ته يوه لنډه کتنه






ژوند او مرگ نه يواځې سره تړلي ،بلکې لازم او ملزوم هم دي. ژوند د مرگ او مرگ د ژوند لپاره پيدا شوى حق  دى، خو ځينې هغه ښاغلي، چې ژوند يې د خلکو لپاره کړى وي، ملي  خدمتگاران  دي، د دين ،ناموس او هېواد لپاره هلې ځلې يې  نه مري او نوم يې تلپاتې وي .


 ددوى پر کړنو د تاريخ زرينې پاڼې  تل  ښکلې  وي او د نوم پر توريو يې  تاريخي  وياړ او ښکلا هم څرگنده شوې ده  .


 هو!  له دوى څخه يو ملي خدمتگار او سياسي مشر شمس الهدا شمس  هم دى ،چې له مونږ څخه  تېر کال بېل شو.


هو! دا هغه شمس صاحب دى، چې  په کابل  او پېښورکښې  يې  رښتينې  او  له خوا خوږۍ ډکې هلې ځلې  تر سره کړي دي .


شمس صاحب  پر خپلو خلکو مين، د پښتنو غمخور،  د جهاد سالار، د مجاهدينو خدمتگار، د ژوند د کتاب د هرې پاڼې او هر باب د هر اړخ ترجمان او په هر هغه  اړخ کښې،چې افغانانو ته پرې وياړ او سرلوړي  په برخه کېده  ده په کښې هلې ځلې کړي دي  .


 شمس صاحب د ډېر لوړ شخصيت د رسا،تېره او تېز قلم خاوند و، ده  به د افغانانو درد خپل درد گڼلو، ده به د افغانانو غږ له چارواکو پرته  پر خپل قلم  رسنيو ته  په تېره او ترخه لهجه کښې،چې د شمس صاحب د زړه درد به په کښې له ورايه ښکارېدو ،ونغښت  او د خلکو تر غوږونو به يې  ورسولو .


 دى نه يواځې د(( افغان ملت)) گوندي مشر او لارښود و،بلکې   ملي شخصيت، کار، زيار او هلې ځلې  يې افغانستان شموله هم  وې . بله دا،چې شمس صاحب پراخه  حوصله لرله .


د بېلگې په توگه يې  له يوڅو ځواکمنو پېښو څخه  يادونه کوم  :  

شمس صاحب او د ده  ننگياليو ملگرو د پېښور د شيخ آباد په سيمه کښې د غازي محمد ايوب خان  مزار  پيدا، جوړ او ترميم کړ ىاو دمزار  پر پرانستې  يې  د يوې غونډې مشري هم کړې ده.

له غونډې څو اوونۍ مخکې  شمس صاحب  ما پسې  د سهار ورځپاڼې دفتر ته راغلى و. دغه وخت ما په افتخاري توگه ددې ورځپاڼې ادبي برخه (زرينې وړانگې)) چلوله، چې په اوونۍ کښې به يو ځل خپرېده او زه به هم په اوونۍ کښې يوه ورځ د ورځپاڼې دفتر ته ورتلم.


مونږ ( استاد محمد معروف فروغگر، استاد فدا محمد فايض، استاد محمد زمان مزمل، امامي غوري، محمد زبير شفيقي، حاجي داود، عبدالکريم خرم، ببرک شينوارى او نور د قلم قبيلې ملگري)   د ورځپاڼې په برني دفتر کښې سره راټول شوي وو، چې نذير احمد سهار   بره راوخوت  اوکښېناست. لږه شېبه  وروسته يې وخندل،چې جنرال صاحب وبخښه رانه هېر شول ، لاندې شمس صاحب د څو ملگرو سره ناست دى، تاسې غواړي. زه پرته له ځنډه راکوز شوم، لـه روغبړ وروسته مې ورته وويل : شمس صاحب! راځئ بره دفتر ته وخېژو، هلته نور ميلمانه هم ناست دي.  هغه  وويل :

 نه همدلته کښېنو څه ځانگړې خبرې کوو، شين چاى څښو او بيا ځو.

شمس صاحب  وويل : ته ،خو د افغان فرهنگي ټولنې مشر او په مومند ايجنسۍ کښې  د مومند ادبي غنچې صدر يې. مونږ د غازي محمد ايوب خان پر مزار د غونډې اهتمام کړى، د دې دواړو ټولنو ملگري به نه يواځې دا،چې راځي، بلکې لـه مونږ سره به په کارونو کښې مرسته  او مشوره  هم کوئ .

ماورته وويل : شمس صاحب! زما ملگرى يې،زما مشر يې، زه افغان فرهنگي ټولنه  او مومند ادبي غنچه) چې دغه وخت يې مونږ نوم بدل کړى و (مومند ادبي جرگه) نوم مو ورته په اتفاق غوره کړى و، خودا،چې ښځې او نرينه اديبان اتفاق نه پېژني او په يوه لار سره نه ځي؛نو زما له ناسوبتيا څخه،چې زه په پاکستان کښې نه وم،  د ځينو اختلافاتو له مخې ،چې ځانگړې بڼه يې لرله ، جرگه بېرته غنچه شوه. خير په هره توگه دا، خو يو بل غم و،چې هغه مې هم وژړلو. راځم خپلې خبرې ته :

ماورته وويل :

 مونږ دې په خدمت کښې يو، خو شمس صاحب زه تاسو ته يو وضاحت کوم او هغه دا،چې زما سره مشوره مه کوئ ؛زه دا منم،چې زه هېوادپال يم، افغان يم، نيشنلست يم او  هر افغان هم نيشنلست بولم، خو زه ستاسې د گوند ((افغان ملت)) غړى نه يم او نه تنظيمي افغان ملتى يم.

شمس صاحب ته دې الله جل جلا له افضل او بهتر جنتونه ور په برخه کړي، نه غلى شو، نه يې رنگ سور او ژېړ شو، نه په غوسه شو. يوه نرۍ غوندې موسکا يې وکړه او بيا يې په پوره حوصله وويل :

 جنرال صاحب زه د خپل گوند غړي پېژنم ، ما نه  تا ته  کوم د غړيتوب کارت او فورمه   راوړې او نه مو گوند ته رابولم .  زه ،خو تا گورم،چې له سياست سره سره له ادب سره هم اړه لرې. يو ادبي او فرهنگي سړى يې او د دې ټولو خبرو سره زمونږ نازولى خان هم يې.

((افغان ملت)) به پر ځاى پرېږدو، د پښتو خبره به کوو؛ځکه، چې پښتو مو شريکه ده، خو زه  پوه نه شوم،چې دا وېره دې  له کومې خبرې  څرگنده کړه ؟

ما ورته وويل :  شمس صاحب زه د وېرې په  ورځ نه يم پيدا شوى، وېرېږم نه، وضاحت مې مطلب و او هغه مې وکړ . د خپلې ژبې لپاره خو دا دى زه خدمت کوم لگيا يم. دا زما ، زما د کورنۍ او زما د ملگروکړنلاره ده .

په هره توگه  د غونډې د جوړېدو پر څرنگوالي  گټورې خبرې وشوې،چې بيا درې څلور اوونۍ وروسته د غازي محمد ايوب خان پر مزار درنه  غونډه جوړه شوه،چې د لرو برو افغانانو  ډېرو درنوسياسي،قومي او فرهنگي شخصيتونو  په کښې برخه اخېستې وه .

د ارواښاد شمس الهدا شمس له پرانستونکې وينا وروسته حضرت گل وفادار،چې د غونډې چارې يې پر مخ بېولې؛مقررين  يو، يودريځ  ته وروبلل. کله يې ،چې پخوانى وزير او د عوامي نيشنل پارټۍ مرکزي مشر محمد افضل خان دريځ ته وباله؛ نو دغه وخت د غونډې فضا ډېره ترينگلې شوه؛ ځکه، چې افضل خان د پښتو، پښتون او پښتنو د حقوقو خبره وکړه ،د لر او بر يو افغان خبره يې وکړه، پښتنو ته د ورپېښو ستونځو خبره يې وکړه او د غور وړ خبره، خو د افضل خان لالا دا وه، چې :((افغانستان د ټولو پښتنو شريک کور دى او مونږ د دې لوى کور برخه يو. اوس  ددې وخت رارسېدلى دى،چې قومونه سره يو او يو ځاى شي، مصنوعي کرښې او ديوالونه ونړېږي او مونږ د کوزې پښتونخوا افغانان د ډيورنډ کرښه په رسميت نه پېژنو.

د افضل خان  لالاخبرې  ډېروخوښې کړې، له ده  وروسته د غونډې بل ويناوال،چې د نوم څرگندونه يې نه غواړم ، هغه له يوې مخې د محمد افضل خان خبرې  رد کړې ، پر پښتون،پښتواو پښتونستان يې خاورې ور واړولې د پښتنو مبارزه يې  گپ شپ وگڼله ،خو له بده مرغه،چې له دې ښاغلي وروسته زه د خبرو لپاره وبلل شوم.

دا خبره چېړم،چې ما يې ځواب ورکړ او که  غلى پاتې شوم، خو زه لومړي  له  مصلحت  څخه  کار اخلم او هغه جريان دلته تاسې ته وړاندې کوم ،خو زما د مصلحت بنسټيز لامل  د دغه  جناب له کورنۍ سره د ژور عقيدت خبره ده؛ ځکه، چې دا يوه روحاني کورنۍ ده او بس. گڼې  مخامخ ،خو زه  دومره جذباتي شوم،چې د چا مخ، روحانيت او عقيدت ته مې نه دي کتلي. د غونډې فضا تر دې حده ترينگلې شوه ، چې دغه  جناب غونډه پر ځاى پرېښوده او لاړ.

کله، چې غونډه پاى ته ورسيده شمس صاحب  ما پسې راغى . زه،جانان کټوازى، مشفق مومند، صابر قريشي، ډاکټر رفيق، احمد انور او عنايت ساپى  ترې لاړ و. ده وويل : ما، خو داسې گڼله، چې دا جنرال گڼې وېرېږي؛ ځکه، چې څو اوونۍ وړاندې زما او دده څه خبره تېره شوې وه. ما هغه وخت ده ته ويلي وه،چې داوېره دې له څه خبرې څخه  ده؟ او دوى راته وويل : چې د وېرې په ورځ نه يم پېدا شوى . زه دا اوس پوه شوم، چې دا جنرال په رښتيا يو نر سپاهي دى او رښتيا هم،چې نه وېرېږي.

شمس صاحب!  ملي شخصيت دى . د هجرت د پيل په ورځو کښې يې د ټولو افغانانو اوپه  ځانگړي توگه له  خپلو گوندي ملگرو سره ،چې  څنگه او څومره مرسته کړې او په کومو حالاتو او شرايطو کښې يې هغوى او د هغوى کورنۍ پاللې،  د ډېرې ستاينې وړ دى .

 شمس صاحب! چې  څومره ما پېژندلو حالاتو او شرايطو ته تسليم نه شو.  ډانگ پيېلې مبارزه يې کړې ده، دنه کمونيزم  او نه ډيموکراتيزم   پر شعار  يې عمل کړى او ورته وفادار پاتې شوى دى .

که شمس صاحب د خپلو زرگونو انډيوالانو بار له خپلو اوږوکښته کړى وي ، د (( ځان )) پر اصل  (پښتونولۍ) يې عمل کړى  او خپل هېواد ته وفادار  پاتې شوى دى. هيچا هغه مهال  دپېښورپياده گرځېدل، تنگ او  تريخ ژوند، گرمي او يخني زغملى نه شوه، خو شمس صاحب کله هم د ځان او د خپلې کورنۍ لپاره سوچ  او منډې نه دي کړي. که سوچ  او منډې يې کړي ، د ټولو افغانانو لپاره يې کړې دي .

 شمس صاحب جب نه درلود،چې په هغه کښې يې پيسې اچولې وې، هغه د چل، فريب او دوهکې پر خبرو نه پوهېدو.

د شمس صاحب سوچ او فکر ملي  او رښتينى و.

 د يوې ټينگې،رښتينې او ځواکمنې عقيدې څښتن و، چې د سبا تاريخ به پرې حساب کوي اونسلونه به پرې  وياړي. که د دوى په  څېر څو نور ملي سياستوال را پېدا شوي واى، نن به زمونږ هېواد د پردو د لوټ ،تالان او غرض ډگر نه واى. زمونږ  دهېواد، کلي او ښارونه به داسې نه نړېدل، نن به زمونږ له ژبې ، کولتور ، تاريخ او ادب  سره دا روانې  لوبې نه کېدې . د جرگو او لويو جرگود غړيو په خوله کښې به پردۍ ژبه نه واى، د مصلحتونو به نه ښکار کېدل  او د اساسي قانون د تصويب د لويې جرگې  غړي  به پر خپلې  دغې پرېکړې، چې((که ملي ژبه  پښتو نه وي، څه اسمان به راولوېږي) د لويې جرگې له  کاناډايي خيمې څخه  ډک جبونه او ټيټ سرونه نه راوتل او نه به نن د شنې چپنې راج و.

نن دشمله ورو اړتيا احساس شوې  ده.که يو څو شمله ور واى نن به زمونږ له ادارو څخه  د پښتو نومونه يو پر بل پسې نه لرې کيدل او نه به ژباړل کېدل او نه به د ملي سرود سره داسې سلوک شوى واى لکه ،چې وشو  .

کومه سندره ،چې د ملي سرود په نامه د کليو بانډو تر نومونو راکوزه شوې او راکښته شوې، داسې به نه کېدل، خو مونږ سره ملي سرود هغه دى،چې عبدالروف بينوا په يوه شاعرانه جذبه ويلى او نن هم موجود دى او پښتانه يې د سرښندنې په ډگرکښې زمزمه کوي .

افسوس ،چې  له پښتنو  شمس صاحب کډه وتړله او روان شو او د نيمگړتياوپوره کولو ته يې پښتون  بل شمس  ته سترگې په لاره  پرېښودلو. دا د لوى پښتون د لوى کور کمبختي او دا د ټولو پښتنو بې برخيتوب دى ،چې  په هرو  پنځوسو کلونو کښې يې هر څه له  پيله پيل کړي  او پيلوي يې   .

دارواښاد شمس صاحب  غم او وير  ته  داسې  کلمې او توري  نه لرم ، چې  دده هر اړخيزه  ملي  شخصيت په کښې را ټول کړى شم ،خو دومره وايم ،چې شمس صاحب  پښتنو ته  دملي مبارزې  تړلي ورونه  پرانستي  پريښي  او هر افغان يې  له ور پېښو اندېښنو څخه ډاډمن کړى دى .  

ارواښاد د افغانستان  زړور سرتېرى  اود ملي سياست رښتينى مفکر و. دده   فکر ، درد او احساس  دومره  پياوړى  و ،چې  د وروستيو څلورو لسيزو  يو شمېر سياستوالو ورسره  د ناستې ځواک نه لرلو .  

د ليکنې په  وروستي پړاو کښې  د ارواښاد شمس صاحب درنې کورنۍ ، د ((افغان ملت)) گوند غړيو او ټولو پښتنو ته د ځان،  افغان فرهنگي ټولنې او مومند ادبي ټولنې لخوا ددې لوى غم د زغم غوښتنه وړاندې کوم  .


ښاد، ياد او  پياوړى دې  وي

په لار او کـار   پـاللـى دې وي

( آمين)

لیکوال : جنرال عبدالصمد مومند

وال : دیپلوم انجینیر اجمل شمس

دګوند تاریخچه زمونږ دریځ

دافغان ملت ملي مترقي ګوند


 Afghanistan Social Democratic Party


Home Manifesto History President Journal News & Events Articles Renowned Figures Photos Contact Us
د ګوندمرامنامه  کورپاڼه


Copyright © Afghan Millat 2007-2013 All Rights Reserved