دافغان ملت ملي مترقي ګوند


 Afghanistan Social Democratic Party


Home Manifesto History President Journal News & Events Articles Renowned Figures Photos Contact Us
د ګوندمرامنامه  دګوند تاریخچه زمونږ دریځ لیکنې دا فغان ملت نومیالي دګوند مشر انځورونه خبرونه او غونډې مونږ سره اړیکې د ګوند اخبار کورپاڼه


د هیواد راتلونکی او ننګونې         




زمونږ ګران هیواد یو ځل بیا د خپل تاریخ په یو حساس پړاو کې قرار لري . دنړیړالو نظامي ځواکونو په شتون لس کاله واوړیدل . د دې وخت راغلی چې افغاني پوهان اوعام ولس تیرو لسوکلو ته یوځغلنده نظر واچوي چې د کوم ځای نه موپیل وکړ ، چیرته ورسیدو او بالاخره کومې خوا ته  روان  یو . اوس باید د تیرو کلونو لاسته راوړنواوهم تیروتنو او نیمګړتیاوو ته متوجه شو تر څو دراتلونکي لپاره یوه ازموینه  شي .


دې کې هیڅ نشته چې د تیرو لسو کلونو په ناخوالو کې په مجموعي ډول دافغانستان دولت  ، حکومت او ټولنه په خپل  خپل ځای کې د ملامتۍ مسؤلیت په غاړه لري خو باید هیر نکړو چی نړیواله  ټولنه  هم راسره پوره شریکه ده . د طالبانو د حکومت دسقوط نه وروسته چې په بن کې د افغانستان د راتلونکي سیاسي چلند، ادارې او نظام د جوړښت لپاره کومه طرح د نړیوالې ټولنې لخوا په افغانانو تحمیل شوه هغه ناقصه وه ځکه خو ئی په کافی اندازه مثبته نتیجه ورنکړه . دې کې شک نشته چې د هیواد په بیلابیلو برخو کې زیربنایي پروژې لکه سرکونه ، پلونه  او د ښوونې په برخه کې کافي مکتبونه جوړشوي دي چې یو طرف ته یې  ولس ته په ورځني او اجتماعي ژوند کې اسانتیاوې برابرې کړي او بل طرف ته یې په وړه کچه د خلکو اقتصاد ته تقویت ورکړی خو هغه څه چې تر اوسه  مولاس ته ندي  راوړي  هغه  دادي چې تر اوسه د یو داسی قوي سیاسي نظام خاوندان نشولو چې په اجتماعی عدالت او واقعي دیموکراسۍ ولاړ وي چې اساس یې د اسلام  مبارک دین او اصيل افغاني کلتور وي .


اوس چې د نړیوالو نظامي ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده نو د هر افغان په ژبه د ۲۰۱۴ سوال دی . دا هغه تشویش دی چې ټول هیوادوال یې په یو یا بل ډول  محسوسوی  چې آیا د ۲۰۱۴ میلادي کال نه ورسته به افغانستان وکولی شي چې د خپل امنیت چارې د نړیوالو ځواکونود مرستې نه پرته په خپله پر مخ بوځي او آیا زمونږ ملي اقتصاد به وکولی شي چې مونږ بې د نړیوالو د مرستو نه دهوسا ینې پر مخ بوځي  .


پدې هکله ولسمشر کرزي په وار وار ولس ته په ډاګه کړې  چې د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو دا ظرفیت پیداکړی چې د ۲۰۱۴ م نه وروسته د خپلو سرحدونو دفاع اوکړي او زمونږ طبعي زیرمې کولی شی زمونږ ملی اقتصاد په کافی توګه حمایه کړی تر څو مونږ د خارجی هیوادونو د انحصار نه ووځو او په خپل ځان متکی شو . د ولسشمر داسی څرګندونی په خپل ځای صیح دي او د یو هیواد ولسمشر باید په داسی شیبوکی دیو واقعی رهبر په صفت باید دولس مورال لوړ وساتی خو باید هیر نکړو چې زمونږ په ملکي اداره کې  اساسي ستونزې لا تر اوسه ندي حل شوي  . همدی ستونزو په هیواد کې د اقتصادي تحول مخه نیولې .


که په واقعي ډول غواړو دخارجیانو د وتلو نه وروسته د لوی خدای په توکل په خپل ځان متکي هیواد شو نو باید د یو سالم سیاسي او اقتصادی نظام د بنسټ کیښودلو لپاره هلې ځلې پیل کړو او د هیواد داخلي او خارجه پالیسي باید داسې عیاره کړو تر څو زمونږ ملي ګټی په صحیح توګه تمثیل شي .



لیکوال: وصلي خان ملاخیل


Copyright © Afghan Millat 2007-2013 All Rights Reserved