لیکنې دا فغان ملت نومیالي دګوند مشر انځورونه خبرونه او غونډې مونږ سره اړیکې د ګوند اخبار


د افغانستان او امریکې ستراتیژیک تړون ته یوه کتنه    






د افغانستان او امریکې تر منځ ستراتیژیک تړون د یوڅه مودې راهیسې د هیواد دننه او بهر یوه ګرمه موضوع  او د د یو جدي سیاسي بحث عنوان ګرځیدلی دی ـ  هغه څه چې دې موضوع ته ډیر اهمیت  ورکوي د افغانستان جیوستراتیژیک موقعیت ، د پخواني شوروي اتحاد او استعماري برطانیی تر منځ د یو د یو حایل دولت په هیڅ د افغانستان موجودیت او د نورلسمې پیړۍ د لویې لوبې مهم لوبغاړيتوب  دی ـ  دغه تړون د افغانستان او امریکې د روابطو د یو مهم اصل په توګه ګڼل کیږي ـ د هیواد دننه پدې اړه زیات نظریات د ازادو ژورنالیستانو او ځینې سیاسي څیړونکو لخوا وړاندې کیږي ـ متاسفانه زیات شنونکي یی دنړیوالو اړیکو په اړه محدوده  مسلکي پوهه او مطالعه لري ـ  تر اوسه لا دا معلومه نده چي د کابل او واشنګټن روان مذاکرات به څرنګه  ستراتیژیک شراکت رامنځ ته کړي ـ  ددی سوال ځواب چې ایا افغانستان باید داسي تړون ته  غاړه کیږدي او که نه  د لویی جرګې د فیصلې پورې ارتباط لري ـ طمعه ده چی پدې اړه به  لویه جرګه په راتلونکو څو میاشتو کې راوبلل شي ـ


که څه هم په افغانستان کی دداسې مهمو ستراتیژیکو مسایلو د جامع تحلیل او دخپلوملي مفاداتو دصحیح تعبیر لپاره په کافي اندازه ظرفیت موجود ندی  خو بیا هم دولت پدې توانیدلی چې دهغې مسودې په اړه چې د مریکایی مقاماتو لخوا د ستراتیژیک تړون لپاره جوړه شوې خپل ځانګړي شرایط وړاندي کړي ـ   افغانستان غواړي ددې تړون له لیارې د امریکې نه زیات نه زیات مراعات تر لاسه کړي ـ د سولې او امنیت تامینول ، د افغانستان ملي حاکمیت ته احترام ، د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد د نظامي برید د وسیلې په توګه نه استعمالول ، د افغان امنیتي ځواکونو تربیه کول او په عصری وسلو او تجهیزاتو یي سمبالول د هغو  وړاندیزونو څخه دي چې د افغانستان حکومت خپل امریکایی سیال ته وړاندې کړي ـ   د ډیرو ممکنو بدیلونو احتمال وجود لري چې یو یی د دواړو هیوادو تر منځ اوږدمهالی ستراتیژیک تړون دی ـ  که چیرې عملي شي نو دا تړون به د دواړو هیوادو لپاره سیاسی ، امنیتې ،او اقتصادي مکلفیتونه ولري چې دافغانستان لپاره به  پکې په خاص ډول اقتصادي او امریکې لپاره پکې ستراتیژیکي سیاسي ګټې خوندی اوسي ـ  خو داسې معلومیږي چې امریکا د اوږدمهال ستراتیژیک تړون پر ځای دیوې  ستراتیژیکې لوظنامې طرفدار دی چې  په سیاسي او حقوقي لحاظ د  ستراتیژیک تړون په شان وزن نلري ـ  داسې معلومیږي چې دواړه اړخونه بالاخره په یو منځنۍ لیار سره موافق شي ـ


ددې ستراتیژیک تړون ترټولو مهمه ننګونه داده چې پلي کیدل  به یی زموږ ګاونډیانو په خاص ډول ایران ،  پاکستان او چین لپاره څه معنی ولري ـ  زمونږ د نږدې ګاونډیانو نه علاوه  روس او هند هم  خپل تشویش څرګند کړی دی ، پداسې حال کې چې هنداوس محال د امریکې سره دوستانه اړیکې لري ـ  تر ټولو ستر تشویش دادی چې آیاددې تړون لاندې به امریکا د۲۰۱۴ میلادی کال نه وروسته په افغانستان کې دایمې نظامي  اډې ولري او که نه ـ د امریکې لخوا داسې ادعاګانې په کلکه او مسلسله توګه رد شوي او وایي چې دوی دترهه ګرۍ پر ضد د مبارزې او د افغاني ځواکونو د روزنې لپاره  غواړي چې د ۲۰۱۴ میلادي کال نه وروسته هم په افغانستان کې په څه نا څه شکل نظامي حضور ولري نه دایمې نظامي  اډې ـ  پدې اړه د افغانستان دریځ واضیح دی :  « هیچا ته به اجازه ورنکړل شي چې دافغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد دنظامي عملیاتو لپاره استعمال کړي » ـ خو دا باید یواځې د افغانستان مسوولیت  ونه اوسي چې  ګاونډیانو ته قناعت ورکړي ـ  امریکا باید پخپله  پدې اړه خپل نقش ولوبوي  تر څو ګاونډیان پدې مطمین شې چې په افغانستان کې ددوي موجودیت د نورو لپاره امنیتې ګواښ ندی ـ


باید ومنو چې دا ممکنه نده چې د هر چا قناعت او اطمینان حاصل شي ـ تاریخ شاهد دی چې داسې ستراتیژیک تړونونه  همیشه  د یو قیمت په بدل منځ ته راځي کله چې ګټې د تاوان نه زیاتې وي ـ  افغانستان د خپل حال او نزدې ماضي نه ډیر درسونه اخیستي ـ د افغانانو یادونه اوس هم د ډاکټر نجیب د نسکوریدو نه وروسته د مجاهدینو د دورې په اړه تازه دي کله چې نړیوالې ټولنې افغانستان د ګاونډیانوپه رحم او کرم یواځې پریښود ـ  د مجاهدینو د وخت خپل منځي جنګونه د هیواد د تاریخ د بدترینو دورو څخه شمیرل کیږي ـ دا د هغه وخت بد ترینې انارشۍ نتیجه وه چې طالبان میدان ته راووتل او په اوایلو کې د ولسمشر کرزي په شمول افغانانو یو څه استقبال هم کړل ـ دا چې وروسته ترې بیا څه جوړ شول دا بیل بحث دی ـ لنډه دا چې ددې لپاره چې پورته یاده شوې دوره تکرار نشي افغانستان مجبور  دی چې  داسې یو ستراتیژیک تړون ته غاړه کیږدي ـ داسې تړون نه یواځې دا چې د افغانستان لپاره ګټور دی بلکه د هیواد د پایداره امنیت ، سیاسي ثبات ، ارضی تمامیت او اقتصادي پرمختګ لپاره نهایت ضروري هم دی ـ  د افغانستان د نقطه نظر نه دا اوس د خوښې او انتخاب مسله نه بلکه دضرورت خبره  ده ـ  د افغانستان غوندې ضعیف ، بې ثباته  او په اقتصادي لحاظ ضعیف دولت  لپاره  د خپلو لوړو ملي ګټو په  خاطر ددې نه غیر بله هیڅ چاره نشته چې داسې یو ستراتیژیک تړون ته غاړه کیږدي ـ


افغانستان ددې حقیقت  نه هم باید بې تفاوته پاتې نشي چې د دوامداره ثبات  لپاره باید د خپل ځان او هم د خپلوګاونډیانو سره په سوله کې اوسي ـ د افغانستان او امریکې ستراتیژیک تړون باید په سیمه کې د ثبات باعث وګرځې نه دا چې د سیمې د هیوادونو تر منځ د نفاق ، تشویش او ګډوډۍ یوه نوې دوره پیل کړي   ـ

لیکوال : دیپلوم انجینیر اجمل شمس

دګوند تاریخچه زمونږ دریځ

دافغان ملت ملي مترقي ګوند


 Afghanistan Social Democratic Party


Home Manifesto History President Journal News & Events Articles Renowned Figures Photos Contact Us
د ګوندمرامنامه  کورپاڼه


Copyright © Afghan Millat 2007-2013 All Rights Reserved