لیکنې دا فغان ملت نومیالي دګوند مشر انځورونه خبرونه او غونډې مونږ سره اړیکې د ګوند اخبار


د دارواښاد قدرت الله حداد ژوند او مبارزه  





ارواښاد قدرت الله حداد د ميدان وردګو ولايت اصلي اوسيدونکی او د افغان ملت ملي مترقي ګوند د بنسټ ايښودونکي ارواښاد ديپلوم انجينير غلام محمد فرهاد ورور وو. حداد صاحب په ۱۹۳۰ ميلادي کال کې په کابل کې په يوه علمي او متدينه کورنۍ کې یي سترګې وغوړولې. د ژوند زياته برخه يی په ليکوالۍ ، فرهنګي او سياسي مبارزه کې تيره کړه .

په ۱۳۳۰ لمريز کال کې یي د انيس په مجله کې د ليکوال په صفت وظيفه اجرا کوله . وروسته بيا د کابل د ښاروالۍ په رياست کې د پامير د جريدې د مسوول په توګه کار وکړ او بیا ورپسې د اقتصاد د جريدې مرستيال وټاکل شو. ښاغلی حداد څلورکاله د ژورناليزم مسلکې زدکړه  تکميل کړه . رسمي سند يی تر لاسه کړ او د رحمان بابا ادبي جايزه یی اخيستې وه. وروسته بيا د سرې مياشتې د تبليغاتو مدير شو. ددې ماموريت په دوران کې د دولت په نمايندګۍ ايران ته لاړ او د زلزله زپلو لپاره يی مرستې ورسولې . په ۱۳۴۵ لمريز کال کې د افغان ملت د جريدې مسوول مدير وټاکل شواو په ډير زحمت ، زيار، او ميړانه يي دا دروند ګوندي مسووليت تر سره کړ. د دې مسووليت په دوران کې د خپلو جراتمندانه فرهنګي فعاليتونو له کبله دوه ځل محکمې ته وغوښتل شو خو د خپل ملي او اصولي دريځ نه تير نشو. په ۱۳۵۰ لمريز کال کې يی په بنګله ديش کې د سولې په نړيوال سيمينارکې د هيواد د نماينده په صفت برخه واخيسته.


 په ۱۳۵۷لمريز کال کې د ثور د کودتا پر محال ونيول شو او يو نيم کال يی د پلچرخي زندان کې خورا ستونزمنې او د تکليفونو نه ډکې ورځې شپې تيرې کړې . وروسته بيا په ۱۳۶۰ لمريز کال کې کوزې پښتونخواه ته د خپلې کورنۍ سره مهاجر شو. دغه وخت په پيښور کې د ارواښاد شمس الهدا شمس تر مشرۍ د افغان ملت ګوند فعال وو. حداد صاحب هم د خپلو ګوندي ملګرو سره په فعاليت شروع اوکړه او ګوندي مبارزه نوره هم چټکه شوه.  په ۱۹۸۴ ميلادي کال کې د ګوند موسس او رييس غلام محمد فرهاد په حق ورسيد . په ۱۹۸۷ کال کې د ګوندي انتخاباتو په نتيجه کې انشعابات راغلل خو حداد صاحب بيا هم  د تحمل او تدبر نه کار واخيست او د نور تخريب مخه يی ونيوله. وروسته چې کله ورته د ژوند شرايط ډير ذيق شول نو د خپلې کورنۍ سره يو ځای امریکې ته لاړ.  يو څو کلونه وروسته یی اعلان وکړ چې د ګوند هيڅ رسمي چوکۍ ته کانديد نه دی . شمس صاحب ته يی د ورورۍ لاس ورکړ او ورته يی د ګوند مشر وويل. ارواښاد شمس او افغان ملت ملي مترقي ګوند حداد صاحب ته د رهبر په صفت قايل شول. د حداد صاحب په رهبرۍ او شمس صاحب د رياست پدې مرحله کې افغان ملت ملي مترقي ګوند د ياد وړ فعاليتونه ترسره کړل .

   

په امريکه کې هم حداد صاحب په کراره کينناست او خپلو ملي او فرهنګي فعاليتونو او مبارزې ته يي ادامه ورکړه .پدې دوران کې يی د مختلفو منابعو نه مهم او موثق مواد راټول کړل او د افغان ملي تاريخ په ليکلو يی شروع اوکړه . بالآخره د نژدې ۱۵ کلونو د څيړنې او زيار نه وروسته يی د افغان ملي تاريخ کتاب تکميل کړ. د  افغانيت او پښتونولۍ ملي فلسفې ته يی یو نوی رنګ ورکړ. د ملي تاريخ په اړه يی نوي انکشافات رابرڅيره کړل. دغه کتاب د ساپي د پښتو د څيړنيز مرکزپه لګښت په دوه جلده کې په ۲۰۰۰ ميلادي کال کې چاپ شو . ددې کتاب په نهايی کولو کې ارواښاد شمس الهدا شمس او ښاغلي محمد افغان اباسين هم همکاري وکړه. د حداد صاحب دغه تاريخي اثر په ټول افغان او پښتون ولس لوی احسان دی .

د افغان ملي تاريخ د کتاب نه وروسته هم حداد صاحب خپلو ارزښتناکو ليکنو او فرهنګي مبارزې ته دوام  ورکړ. مقالې او ليکنې به يی وخت په وخت په ورځپاڼو ، جريدو ، خپرونو او ويبپاڼو کې نشريدلې . د افغانستان د شانداره تاريخ او د افغاني مشرانو په وياړ یی د عبرت او نصیحت نه ډکې لیکنې د موجوده او راتلونکو نسلونو لپاره غټه سرمايه ده. د حداد صاحب په اړه که سړی هر څومره وليکي بيا هم کمه ده لکه چې يو شاعر وايی :


ستا د ښايست ګلونه ډير دی       ځولۍ مې تنګه زه به کوم يو ټولومه


حداد صاحب د۱۳۹۰ لمريز کال د قوس په ۱۵ مه ددې فاني دنيا نه سترګې پټې کړې خو په معاصر افغان او پښتون مشرانو په قطار کې یی لوړ نوم پريښود.


لیکوال: وصلي خان ملاخیل

دګوند تاریخچه زمونږ دریځ

دافغان ملت ملي مترقي ګوند


 Afghanistan Social Democratic Party


Home Manifesto History President Journal News & Events Articles Renowned Figures Photos Contact Us
د ګوندمرامنامه  کورپاڼه


Copyright © Afghan Millat 2007-2013 All Rights Reserved