لیکنې دا فغان ملت نومیالي دګوند مشر انځورونه خبرونه او غونډې مونږ سره اړیکې د ګوند اخبار


د امنیتي مسولیتونو د انتقال بهیر      





لکه څرنګه چې ټولو هيوادوالو ته معلومه ده نن سبا د هيواد په سياسي جرياناتوکې يوه مهمه موضوع د انتقال پروسه ده . ددې پروسې اساسي هدف دادی چې د هيواد د ټولو امنيتي چارو مسوليت د نړيوالو ځواکونو څخه ملي امنيتې ځواکونو ته په تدريجي توګه وسپارل شي ترڅو تر۲۰۱۴ ميلادي کال پورې دغه بهيرتکميل شي. ددې پروسې د تنظيم او لارښوونې لپاره د ولسمشرپه فرمان يو کميسيون جوړ شوی چې د مشرۍ دا دروند مسوليت يی د هيواد ملي او سياسي شخصيت ، نړيوال شهرت لرونکي اقتصادپوه او د مالیی پخواني وزير ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي په غاړه اخيستی .



د انتقال اوله او دويمه مرحله پای ته رسيدلې چې په نتيجه کې یی د هيواد تقريباً ۵۰ في صده نفوس تر پوښښ لاندې راغلی. د نړيوالو ځواکونو نه ملي ځواکونو ته د امنيت د مسوليت سپارښتنه آسان کار ندی او له ځان سره ننګونې لري. کومه اساسي پوښتنه چې ددې پروسې په ارتباط پيدا کيږي هغه داده چې آيا زمونږ امنيتي ځواکونو دومره ظرفيت پيدا کړی چې دا مسوليت په بریاليتوب پرغاړه واخلي. خو واقعيت دادی چې تر ۲۰۱۴ ميلادي کال پوري د بهرنيانو وتل حتمي دي او د انتقال بهير یو په شا نه تلونکی بهير دی نو د افغان دولت سره بې لدې هيڅ چاره نشته چې د مسولیتونو د انتقال لپاره لازم ظرفيتونه ايجاد کړي . او بله دا چې دا زمونږ هيواد دی او ددې ساتنه زمونږ کار دی نه د بهرنيانو. د همدې حقيقت په درک کولو ښاغلی ډاکټراشرف غني د انتقال د پروسې په يوه جلسه کې داسې ويلي « ولږې به تيرې کړو خو خپله ملي اردو به وساتو ».


زمونږ امنيتي ځواکونو تر کافي حده حربي توانمندي پيدا کړې خو د تجهيزاتو ، وسايلو او تاسيساتو کمبود په تکراري ډول د انتقال د ننګونې په توګه وړاندې شوي دی . بايد د انتقال د پروسې د فرصتونو نه په پوره استفاده د داسې مشکلاتو د حل لپاره د نړیوالې ټولنې په همکارۍ لازمې لارې چارې ولټول شي. ۲۰۱۴ ډیر لیرې ندی او وخت په چټکۍ له مونږ نه تیریږی .


د یادونې وړ ده چې د انتقال د پروسې د سمون زيات بار پخپله د کميسيون ريس په غاړه اخیستی او ولایاتو ته یی سفرونه او ورسره یی رابطې زیاتې کړي تر څو د امنيتي وضعې په اړه  په واقعيتونو ولاړ او جامع  معلومات راجمع او ولسمشر ته يی د لازمو تصامیمو لپاره وړاندې کړي . د انتقال د پروسې برياليتوب يواځې د امنيت پوری ندی تړلی. د امنيت په خوا کې که پرمختګ ، د ملي اقتصاد رشد ، د قانون حاکميت ، د اداری فساد پر ضد مبارزې او ښه حکومتدارۍ ته لازمه توجه ونشي، هغه لاسته راوړنې چې د امنيت په ډګر کې یی لرو له لاسه به یی ورکړو .  پدې اړه د مرکزي حکومت وزارتونه ، ولايتي او محلي چارواکي په خپل خپل ځای کې مسوليتونه لري . بل اړخ ته د نړیوالې ټولنې نقش د انتقال د برنامو د تمویل لپاره کلیدي دی . د کابل کنفرانس د پريکړو پر اساس چې کومې ملي برنامې جوړې شوي د هغوی د تحقق لپره لاتر اوسه کوم واضح او مشخصه ستراتيژي وجود نلري . که پدې مورد کې وضع همداسې دوام پيدا کړي منفي اغيزي به یی د انتقال پر بهیر هم پریوځي.


بايد یاده شي چې پدې پروسه کې د انتقال کميسيون نقش د انسجام او رهبرۍ دی. ددې پروسې برياليتوب د ټولو حکومتي ادارو فعال حمايت او نقش ته اړتیا لري . د ا یوه ملي او سرنوشت جوړونکې پروسه ده او د دولت په خوا کې د ولس کلک او قوي حمايت ته هم ضرورت لري .


لیکوال : سیف الرحمن لودین

دګوند تاریخچه زمونږ دریځ

دافغان ملت ملي مترقي ګوند


 Afghanistan Social Democratic Party


Home Manifesto History President Journal News & Events Articles Renowned Figures Photos Contact Us
د ګوندمرامنامه  کورپاڼه


Copyright © Afghan Millat 2007-2013 All Rights Reserved