لیکنې دا فغان ملت نومیالي دګوند مشر انځورونه خبرونه او غونډې مونږ سره اړیکې د ګوند اخبار


په افغاني کلتور او ارزښتونو باندې بهرنی يرغل       






ارواښاد حداد صاحب د شپېتو کلونو راهیسې خپل ټول ژوند افغاني کلتور او تاریخ ته، چه افغاني ناسیونالیزم يې بنسټ و، وقف، هغه یې څېړلی او پرمخ بېولی دی. د هغوی مینه د ګران هیواد په هکله لیکل وه. د دسمبرپه ۱۴مه ۲۰۱۱ یعنې یوه ورځ لدې نه مخکې چه ددې نړۍ نه ولاړ شي خپله وروستۍ لیکنه یې د خپرونې لپاره آماده کړه او ویي ویل: تر هغه وخته چه زما سترګي دید ولري او د قلم د نیولو توان مې په ګوتو کې پاتې وي د ګران افغانستان په هکله به د لیکنو لړۍ جاري وساتم.


نن موږ ټوله ددې شاهد یو چه زموږ هیواد له هرې خوا د یو وژونکي کلتوري برید سره مخ دی، هغه کړۍ چه زموږ ژبه، کلتور او ارزښتونه را ورانوي خپل شوم پلانونه بېله کوم مقاومته په مخ بیایي. دا زموږ دنده ده چه د هغو دښمنانو د بریدونو په مقابل کې دفاع وکړو چه د ملګرو په نوم یې زموږ مادي او معنوي ارزښتونه تر شدید یرغل لاندې راوستي دي او هغه د منځه تللو په حالت کې دي. که تاریخ ته ځیر شو موږ ولیدل چه څرنګه استعمار(د اقوامو ترمنځ تفرقه راولئ او حکومت وکړئ) تر شعار لاندې خپلي استعماري نقشې او مرامونه د نړۍ په بېلو بېلو برخو کښې د عمل په ډګر کې خپرې کړې، خو د تاریخ په مختلفو دورو کښې افغانانو تل د خپلې آزادۍ نه په کلکه دفاع کړې ده. چا چې د افغانستان د نیولو خوب په سر کې درلود د افغانانو لخوا په وار وارله وژونکې ماتې سره مخامخ شوي چه د دوی دغو مستقیمو مداخلو په افغانستان کې او غاښ ماتېدونکو ماتو د استعماري تاج او تخت په مخ چندانې ښه نښه پرې نه ښوده. د هغو وژونکو ماتو په ارتباط اوس هم د همهغو زړو تګلارو لړۍ په یو يا بل شکل سره د هغو کسانو لخوا چه دعوه لري د افغانانو ملګري دي په مخ بېول کېږي. د ۱۹۷۸ م راهيڅې په افغاني ارزښتونو باندې د استعمار او د هغوی د ګوډګيانو لخوا يرغل دوام لري .


دا روښانه خبره ده چه د یوه هیواد د کلتوري ارزښتونو زیانمن کول د هغه هیواد د غیرمستقیم نیولو په معنا ده، نو که څوک وغواړي یو ملت له منځه یوسي، تر ټولو ښه لار یې لومړی د هغه ملت کلتوري ارزښتونو او د ژبو له منځه وړل دي. د يوه ملت او یو هیواد د هرې برخې خرابېده به بېرته جوړ شي، خو عنعنوي او کلتوري ارزښتونه بیا لاس ته نشې راتلای.


نن موږ ګورو چه زموږ ګاونډیان د بېلا بېلو وسيلو له لارې د افغانستان د خرابۍ لړۍ جاري ساتلې او ډېرې رسنۍ د پردی کلتور او ژبي لپاره کار کوي. ددې خارجي تمویل سوو رسنیو له لارې موږ هغه کلمې او لیکنې اورو او وایو چه زموږ دري ژبي ویونکې ورسره نا اشنا دي او دا زموږ په دري ژبه کې د ګاونډیو ملکونو مستقیمه مداخله او اثرات دي چه د افغانستان دري ژبه په ایرانۍ فارسي اوښتې ده او دا کېدای شي زموږ بې مثاله افغاني کلتور او د ژبې ارزښتونو ته ډېر زیانمن وګرځي. بل طرف ته زمونږ ملي ، اسلامي او پښتونولۍ اصيل روايات په مسلسل ډول د بهرنيانو لخوا تخريبيږي .


کله چه د افغان ملت ګوند په ۱۹۶۶ کې د ارواښاد غلام محمد فرهاد، چه په پاپا مشهور و په مشرۍ جوړ شو ددې ګوند یو د اهدافو نه دا و چه د افغانستان تاریخ او  کلتوري ارزښتونه او ملي رهبران لکه میرویس نیکه، احمدشاه بابا او نور مشران نوي نسل ته بیا ور وپېژني .  کله چه ارواښاد حداد صاحب د اتیايمې لسیزي په پای کې د افغان ملت ګوند له مشرۍ نه استعفا وکړه، نوهدف یي دا و چه د افغان ملي فلسفه د يوګوند د محدودې نه ووزي او په یو ملي مفکوره او حرکت بدل شي او نن د هغو هلوځلو نتیجې موږ په پښتني حلقوکې په واضح توګه وینو.       


ارواښاد حداد ښاحب د امریکې جمهور رئیس ښاغلي اوباما ته په لیکلي بڼه لاندیني درې وړاندیزونه کړي وو:


- په افغانستان کې سمدستي اوربند.

- د طالبانو سره د سولې خبرې شروع کول.

- د ټولو خارجي قواوو وتل او د یو سالم سیاسي حل لپاره   

  ګړندۍ او جدي هلې ځلې.


بايد وپوهېږو چه موږ د ملي وحدت له لارې کولای شو یو دوامداره سوله لاس ته راوړو او د وطن د ا بادولو لپاره یوه معقوله او صحیح زمینه چمتو کړو. تاریخ ښودلې هغه عملونه یا کړنې چه د افغانانو د غوښتنو او کلتوري او مذهبي ارزښتونو په خلاف ترسره شوي د یو ډېر غاښ ماتونکې ماتې سره مخامخ شوي دي.


په افغانستان کې د ۱۹۷۸ميلادي کال له پېښو نه تراوسه پورې که د کمونیزم ترنامه لاندې ریفورمونه رامنځ ته شول او یا دبيرون نه راغلې ډېموکراسۍ تر سیوري لاندې نوي فکرونه پیدا شول هغه ټول د جدي مقاومت سره مخامخ شول، نو موږ باید خپلې افغاني ملي لارې چارې چه زموږ ملي تاریخ ثبت کړي تعقیب کړو. ددې ډېره ښه بېلګه د ارواښاد حداد صاحب د افغان ملي فلسفې او پښتونولۍ تر عنوان لاندې يو ارزښتناک اثر دی چه د ۱۹۹۰ په آخري لسيزه کې خپور شوی او دا ملي لارې چارې یې په ډېره ښه او مفصله توګه وړاندې کړي دي. دا اثر به په نژدې راتلونکې کې د هیواوالو لپاره بیا چاپ او خپور شي. ددې مهم اثر بیا خپرول به د نوي نسل لپاره د افغاني کلتور د ارزښتونو سره اشنایي او د هغو د ساتلو لپاره به د یوملي مقصد د شروع ټکی وي. ملي مشرانو ته احترام ، د هیواد ټولوژبو، دين او داقلیتونو حقوقو ته درناوی د ملي هویت او د هیواد د بنسټ جوړولو اساس دی.


کله چه زه په پېښور کې په درېیم ټولګۍ کې وم زما یو ډېر نژدې ملګري )اجمل شمس( چه له ما نه درې کاله مخکې وو زموږ د ښوونځۍ په یو ادبي پروګرام کې برخه واخیسته او یوه مقاله یې واوروله چه تراوسه هم زما په غوږو کې شته. هغه وويل چه د قلم زور د تورې د زور نه زیات دی. دا خبره په رښتیا هم یو حقیقت دی او ځوان نسل ته باید دا پیغام ولېږل شي او تاکید پرې وشي چه پوهنه او پوهه زموږ د ګران هیواد افغانستان د اوسنیو بدبختیو څخه د خلاصون یوازینۍ لار ده خو ددې په خوا کې بايد خپل هيواد ، هيوادوالو اوملت ته صادق هم اوسو.


(ليکوال د ارواښاد قدرت الله حداد زوی او د افغان ملت ګوند د موسس ديپلوم انجينير غلام محمد فرهاد وراره دی)


لیکوال: ولي حداد فرهاد

دګوند تاریخچه زمونږ دریځ

دافغان ملت ملي مترقي ګوند


 Afghanistan Social Democratic Party


Home Manifesto History President Journal News & Events Articles Renowned Figures Photos Contact Us
د ګوندمرامنامه  کورپاڼه


Copyright © Afghan Millat 2007-2013 All Rights Reserved