لیکنې دا فغان ملت نومیالي دګوند مشر انځورونه خبرونه او غونډې مونږ سره اړیکې د ګوند اخبار


په هيواد کې د فدرالي نظام بحث           






په دې وروستیو کې د هیواد د یو شمیرځانګړیو اجنډا لرونکو سیاسی احزابو مشرانو په برلن کې د څو تنوبهرنیانو سره په یوه ناسته کې په هیواد کې د فدرالي نظام غوښتنه وکړه. د همدې کړیو له لورې دغه رنګ غوښتنې مطرح کول کومه نوې خبره نده او له بده مرغه د کله راهیڅې چې ګران هیواد یو پیاوړې مرکزي او په خپل ځان متکي نظام له لاسه ورکړې یادو کړېو مدام د بهرنیانو په لمسون دغه بحث په بیلابیل ډول پیل کړې. سره لدې چې ټول افغانان حق لري د خپل حاکم نظام د څرنګوالي په اړه تصمیم ونیسي ولې دغه ولسي تصمیم خپلې معلومې لارې چارې لري چې دغه ښاغلي پوهیږي چې د هغو لارو دوﺉ نشي کولاﺉ خپلو دغو شومو اهدافو ته ورسي ځکه چې دوﺉ هیڅکله د افغان اولس د اکثریت استازیتوب نشي کولاﺉ په همدې دلیل دوﺉ غواړي اوس د بهرنیانو په مرسته  دغه کار ترسره کړي. که څه هم د دغه شوم هدف  په وړاندې ولس خپل غبرګون ښودلې  او عمده خنډ یی خپله د افغانستان خلک دې.


بې له کومه شکه افغانستان کې د فدرالي نظام غوښتونکي په اول قدم کې کورنۍ خود مختاري غواړي او بالاخره د هیواد تجزیی ته زمینه برابروی. په داسې حال کې چې د اوسنې اساسي قانون له مخې چې کوم مرکزی دولت رامنځته شوې یاد سیاسي لوبغاړي ورته غاړه نږدي او همدوئ د اوسني دولت د کمزورتیا او د قانون د نه حاکمیت سبب شوي نو که چیرې بیا مرکز د قانون له مخې هم کمزورې شی نو بیا خو خداۍ مکړه په لوۍ لاس د هیواد د تجزیه کولو په مانا دې.


د ۲۰۰۱ کال راپردیخوا یادو ډلو د نظام او قانون حاکمیت ته غاړه کينښوده او هم يي خپل وسله والې ډلې وساتلې چې حتی تر ننه په یو نه یو شکل دوام لري. او د هیواد په هاغو برخو کې چې د دوۍ والیان یا نور چارواکي حاکم دي هلته د مرکزي دولت حاکمیت په نشت برابر دې. ځکه نو ددوۍ غوښتنه د افغان اولس غوښتنه نشو بللې بلکه دا د خپلو شومو اهدافو ته د رسیدو لپاره د بهرنیانو په لارښوونه د یوې خاصې ډلې غوښتنه ده.


د یادونې وړ ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې میرمن حنا رباني کهر کابل ته د سفر پر مهال د حکومت مخالفو ډلو مشرانو سره لیدلي او د بعضو سرچینو په حواله ددغو ډلو مشرانو پاکستاني چارواکو ته ویلي چې نور دوۍ یو ځائ نشي پاتې کیداې او په خپلو منطقو کې کامله خودمختاري غواړي حتی که د افغانستان د تجزیی په قیمت هم اوسي.


له نیکه مرغه زمونږ قومي جوړښت او د هیواد په هر ګوټ کې نږدې د ټولو قومونو موجودیت او هم د ګران هیواد جغرافیایی جوړښت داسې دې چې په کومو منظمو قومي برخو یی ویشل ناشونې دې. د مثال په ډول د هیواد شمال کې ټول ورونه قومونه لکه تاجک، پښتانه، ازبک ،هزاره او نور سره ګډ ژوند کوي همداراز د هیواد مرکزي برخو کې هم ورونه قومونه سره ګډ اوسیږي . سره لدې چې د هیواد په شرقي، جنوبي او لویدیزو سیمو کې زیاتره پښتانه میشت دې ولې بیا هم د نورو ورونو قومونو یو مناسب نفوس یادو سیمو کې هم ژوند کوي.  


که څه هم پورته ذکر شوي دلایل او د افغانانو ترمنځ نه پریکیدونکې اړیکې  په هیواد کې د فیدرالي نظام پرمخ طبعي خنډونه دي ولې اوس ټولو ملي قوتونو او هم افغان حکومت ته پکار ده چې  په کورنۍ او هم په نړیواله کچه ددغه دسیسې مخه ونيسي. افغانان باید پدې پوه شي چې دغه د بهر څخه راوړل شوې مفکوره ددوئ په خیر نده او د هیوادوالو د لازیات بدبختیو سبب ګرځي. نن د هروخت څخه زیات زمونږ هیواد یو پیاوړي مرکزي او پرخپلو ولاړ نظام ته اړتیا لري.


لیکوال : زردشت شمس

دافغان ملت ملي مترقي ګوند


 Afghanistan Social Democratic Party


Home Manifesto History President Journal News & Events Articles Renowned Figures Photos Contact Us
د ګوندمرامنامه  دګوند تاریخچه زمونږ دریځ کورپاڼه


Copyright © Afghan Millat 2007-2013 All Rights Reserved