لیکنې دا فغان ملت نومیالي دګوند مشر انځورونه خبرونه او غونډې مونږ سره اړیکې د ګوند اخبار


د ولسمشر فرمان او د ولس هیلې او اندیښنې






ولسمشر کرزي د روان ۱۳۹۱ لمریز  کال د زمري په  میاشت  د حکومت د چارو د سمون ، د اداري فساد پر ضد د مبارزې او د حکومتدارۍ د ستونزو د منځه وړلو په اړه یو فرمان صادر کړ چې ۱۶۲ مادې لري  او تقریبا ۱۷ دولتي ارګانونو (وزارتونو او مستقل ریاستونو) ته پکې مشخصې وظیفې سپارل شوې تر څو هره دولتي اداره په ټاکلي وخت کې په ګوته شوې وظیفې تر سره کړي او د اجرااتو ګزارش ولسمشر ته وړاندې کړي . ولسمشر دا هم وییلي چې که کومه اداره په ټاکلې موده کې خپلې مشخصې دندې تر سره نکړي نو د مسئولینو سره به یې قانوني چلند وشي او څارنوالۍ ته به معرفي شي .


که څه هم د ولسمشر کرزي  دغه وروستۍ پریکړه  د ستاینې وړ ده خو ولس سره یې پوښتنې هم پیدا کړي دي ولسمشر د حکومتدارۍ د ستونزو د منځه وړلو او د اداري فساد پر ضد د مبارزې په اړه مخکې هم ډیر تاکید کړی او په کابینه کې یې په وزیر صاحبانو وخت په وخت فشار  راوستی خو تر اوسه یې نتیجه نده لیدل شوې  .  اساسي سوال دا دی چې هغه اشخاص چې په اوسنۍ اداره کې  حاکم دي او د وزیرانو نه  واخله تر رییسانو او مدیرانو په پوستونو  کار کوي  ايا دوی  د تخنیکي وړتیا او کاري سابقې په اساس ګمارل شوي او که  یواځې د سیاسي مصلحتونو او شخصي اړیکو پر اساس . بله دا چې دیانت او وطن سره تعهد هم  کوم معیارونه ګڼل کیږي او که نه . د تیرو نږدې دولسو کلونو تجربې خو دا خودلې   چې اکثر لوړپوړي چارواکي د ظوابطو پر ځای د روابطو او سلیقو پر اساس ټاکل کیګي او دا لړۍ اوس هم  دوام لري . د مثال په ډول  په ټولو وزارتونو او خپلواکو لویو ریاستونو کې  د معینانو پوستونه هم سیاسي دي  . هر څوک چې د وزیر په طبعه وي که عالي تحصیلات او کاري وړتیا یې لري او که نه  د معین په توګه ټاکل کیږي . په نورو هیوادونو کې د  معینانو پوستونه همیشه تخنیکي وي او معینیتونه د وزارتونو د دایمي نهادونو په توګه خپلې چاري پر مخ  بیایې او د وزیرانو په بدلیدو دومره نه  اغیزمن  کیږي .  دا منو چې زمونږ ادارو کې به ډیر داسې اشخاص هم وي چې تخنیکې ظرفیت به لري او فساد کې به هم ښکیل نه وي  خو داسې اشخاص اقلیت تشکیلوي او موثریت یې کم دی . بله دا چې ستونزه یواځې د اشخاصو په بدلیدو نه بلکه په نظام کې د اساسې اصلاحاتو په راوستلو حل کیدای شي . ایا زمونږ په موجوده دولتي اداره کې داسې څومره څیرې شته چې لیاقت یې تر دې حده وي چې په سیستم  په سطح  پوهه ولري  او سیستم جوړ کړي . بدبختانه  زمونږ  اکثر چارواکي د سیستم  په چلولو کې ستونزي لري نو سیستم جوړول او ورته تغیر ورکول خو ډیره لیرې خبره ده .  


اوس راځو بیا د ولسمشر فرمان ته چې ولس یې بیا د سوالونو او اندیښنو سره مخامخ کړی دی  چې ایا دا فرمان به واقعي کوم مثبت بدلون رامنځ ته کړي تر څو د دوی اعتماد په حکومت په عام ډول  او په خپل ولسمشر په خاص ډول راپیدا شي  او که دا به یواځې د کاغذ پر مخ یو فرمان اوسي چې هیڅکله به هم د حقیقت او تطبیق ډګر ته  ونه رسي  . داسې ښکاري چې د خلکو صبر نور تمام شوی ، ولس نور له  تشو ویناوو ، فرمانونو او راپورونو نه په تنګ شوی ، ولس عمل او تطبیق غواړي .


دا به د وخت نه مخکې وي چې ووایو چې ولسمشر په خپل وروستي دریځ کې جدي دی او که نه . امیدواري هم شته خو په خوا کې یې تشویشونه  هم . که څه هم د ولسمشر دا وروستی حرکت د ده د پخوانیو دریځونو سره توپیر لري ځکه دا فرمان حقوقي او قانوني حیثیت لري .  که خدای مکړه دا یو واري بیا د سیاسي مصلحتونو ښکار شي او ولس په دي نږدو کې یو مثبت حرکت او نه ویني نو دا فرمان به د ګټې پر ځای تاوان  وکړي او د دولت او ملت تر منځ فاصله به لا زیاته شي .


د سیستم جوړول ، بدلول او په نظام  کې بنسټیز تغیرات راوستل ساده او اسان کار ندی . وخت ته اړتیا لري . ولس هم باید د صبر نه کار واخلي . د افغانستان  ولس  ډیر صابر دی او صبر د دوی لپاره کومه نوي تجربه نده . که چیري ولس پدې قانع شي چې ولسمشر واقعي د دوی سره ولاړ دی  او د دوی ستونزې ورته خپلې ستونزې ښکاري  او د یو مثبت    حرکت نښې نښانې وویني نو دوی بیا د یو روښانه راتلونکې په امید نور انتظار هم ویستلی شي .


پدي هم باید پوه اوسو چې د ولسمشر د دې  وروستي اقدام تطبیق او بریالیتوب يواځې د ولسمشر د شخص پورې ارتباط نلري بلکه د دولت ټول چارواکي او په خاص ډول د ادارو مشران د ایماني ، وجداني او وظیفوي مسولیت پر اساس باید د یوواضح  او شفاف میکانیزم  له لیارې لازمه امادګي ونیسي او په خپلو اړونده  ارګانونو کې لازم اصلاحات راولي  تر څو افغانان د بهرنیانو د وتلو نه وروسته  په واقعي ډول د دې وطن واګی په لاس کې واخلي .    



لیکوال : دیپلوم انجینیر اجمل شمس

دافغان ملت ملي مترقي ګوند


 Afghanistan Social Democratic Party


Home Manifesto History President Journal News & Events Articles Renowned Figures Photos Contact Us
د ګوندمرامنامه  دګوند تاریخچه زمونږ دریځ کورپاڼه


Copyright © Afghan Millat 2007-2013 All Rights Reserved