ډاکټر اشرف غني احمد زی راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته کاندید شو
د انتقال کمیسیون رییس او د مالیې پخوانی وزیر ډاکټر اشرف غني احمدزي د ولسمشریزو ټاکنو
لپاره د ثبت پر اخره ورځ په رسمي توګه ځان کاندید کړ . جنرال عبدالرشید دوستم یې د اول
مرستیال او سرور دانش یې د دوهم مرستیال په توګه له ځان سره نیولي دي .
که څه هم د جنرال عبدالرشید دوستم په اړه یو څه نیوکې شوي خو ډاکتر احمدزی د داسې نیوکو
په غبرګون کې وییلي چې دا کار یې د ملي وحدت ، د هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا او د لوړو ملی
ګټو د تامین به خاطر کړی دی . د یادونې وړ ده چې ښاغلی جنرال دوستم د تنظیمی جګړو پر
محال د ښاغلی حکمتیار او حضرت صاحب صبغت الله مجددی سره په ګډه شورای هم اهنګی جوړه
کړې وه او حضرت صاحب ورته د مجاهد کبیر لقب هم ورکړی وو .
د سیاسې چارو کارپوهان د ډاکټر احمد زي سیاسي ایتلاف د پام وړ بولي چې د ګټلو چانس یې
خورا زیات شوی دی . بل اړخ ته ډاکټر زلمی خلیلزاد ، علی احمد جلالی ، حنیف اتمر او حاجي
ظاهر قدیر هم د ډاکټر اشرف غني احمدزي د نوماندۍ نه خپل ملاتړ اعلان کړی دی . داسې
اټکل کیږي چې ډاکټر احمدزی د خپل ملي او نړیوال مشروعیت ، لاسته راوړنو او سیاسي ایتلاف
له کبله تر ټولو قوي نوماند اوسي .