د افغانستان ټولنپال ولسواک  (افغان ملت ملي مترقي) ګوند مرامنامه


زمونږ ګران هېواد افغانستان هغه ستر او تاريخي مملکت دی چه د زرګونو کالونو تاريخ، هڅوب، دود، دستور او ملي افتخارات لري چې د اسلام د مبارک دين په راتګ نور هم د غو افتخاراتو، اجتماعى اړيکو او کلتوري علايقو استحکام موندلي او ددي ستر هېواد ضد استعماري روحيه ئى لاپسى پاللي ده خوله يوه پلوه که زمونږ په دغه پلرني ټاټوبي کې د اريايانو، کوشانيانو، غوريانو، سوريانو، هوتکو، غزنويانو، روښانيانو او ابداليانو مدنيتونه او نهضتونه راغلي چې د هېواد پالني او ملي موجوديت په خاطر ئى د استعمار او داخلي استبداد سره نه ستړی کيدونکي جګړی کړي دي او دا د پرمختګ او وياړ څخه ډکي دوري زمونږ د ملي تاريخ زريني کرښي، د افغان ملت د الهام منبع او د هېوا د د دښمنانو لپاره د عبرت داستانونه دي. خو له بله پلوه دغه د  نهضتونو مور هېواد چې د هغه خاص جغرافيوي او بين المللي ستراتيژيک موقيعيت له کبله چې درلود ئى د تاريخ په بيلا بيلو دورو کې څو ځله د ځينو خارجي يرغلگرو له لاسه ځپل شوی، نيول شوی، تر دی چې د تجزئی او ټوټه  ټوټه  کيدو سره مخامخ شوی دى خو سره له دي هم دغه ناوړه استعماري قوتونو ونشوکړي چې په دومره اوږده موده کې ددی باعظمته هېواد ملي روحيه ملي غرور او هېواد پالنه له منځه يوسي  چې لنډ مثال يي د شوروي اتحاد د يرغل پر ضد د افغان ملت  پاڅون دې ـ   

د ملي ناموس څخه دفاع او د خپل هېواد سره تاريخي مينه چی ددي مبارز ولس په خټه کې اخښل شوی دغی اصلي ملي روحيی او خاصو مميزاتو دوی د هر استعماري قدرت په مخ کې درولي څو دغه ناوړه قووتونه ئي په شاه تمبولي دي ـ  د همدې تاريخي رسالت  د تکميل په غرض د انجنير غلام محمد فرهاد تر مشرۍ ﻻندې يو څو ملي شخصيتونو د حوت په ١٧ مه ١٣٤٤ ه ش کال کې د افغان ټولنپال ولسواک ګوند بنياد کيښود ـ دغه ګوند په افغاني نشليزم اتکا لري او د سوسيال ديموکراسۍ لياره تعقيبوي ـ  زمونږ افغاني نشليزم پينځه اصله لري چې په لاندينې ډول دي ـ


اول _ ملي مقدسات

دويم _ ملي اقتصاد

دريم _ ملي کلتور

څلورم _ ملي تاريخ

پنځم _ د هيواد پالنې ګډ احساس   


د خپل عالي اهدافو د حصول لپاره د افغانستان  ټولنپال ولسواک ګوند دا لاندې مرامنا مه خپلو درنو هيوادوالو نه وړاندې کوي ـ

لومړي: سياسي چاري


ترڅو په يو هېواد کې رښتيني سياسي ديموکراسي مينځ ته رانشي تر هغه پوري د وطن خلک نه شي کولاى چې د خپل اقتصادي او اجتماعى پرمختګ دپاره ستر گامونه او چت کړي او دغه مطلب هغه وخت تحقق موندلي شي چې د هېواد دپاره منظمي سياسي چاري د ملي حکومت لخوا سرته ورسيږي نو په دي اساس د افغانستان ټولنپال ولسواک ګوند زمونږ د ټولني د عيني او ذهني شرائيطو په بنا د هر راز استبداد د له مينځه وړلو او د ملي ديموکراسۍ د تطبيق دپاره په افغانستان کې د دغو لاندينيو سياسي چارو سرته رسول تاريخي ضرورت ګڼي


اول - افغانستان ټولنپال ولسواک (افغان ملت ملي مترقي) ګوند يو ملي اسلامې او ديموکراتيک  ګوند دي چې د اسلام او افغانيت  په چوکاټ کې د يو مترقي افغانستان  لپاره مبارزه کوي-


دویم - افغانستان ټولنپال ولسواک (افغان ملت ملي مترقي) ګوند د خدای تعالی د حاکميت نه وروسته په دی عقيده دی چې ملي واکمنتوب په ولس پوري اړه لري او  ددي سپيڅلي هېواد د ملي حاکميت ساتنه او د ملي يوالي استحکام د دي ګوندي اساسي وظيفه ده.


دریم - ددي دپاره چه افغانستان يوي پر مخ تللي مدني سوئي ته روسيږي او په بين المللي ټولنه کې خپل لوړ حيثيت وساتي دا ګوند د اساسي قانون د ديموکراتيکو ارزښتونو د تطبيق دپاره مبارزه د ملي ګټو، د خاوري، ملي خپلواکي د ملي نواميسو ساتنه، په ملي او اجتماعي ژوند کې د خلکو د پراخوپرګڼو ګډون د خپلي سياسي مبارزي اساسي رکن بولي.

څلورم - د افغانستان ټولنپال ولسواک (افغان ملت ملي مترقي) ګوند هڅه کوي چه د هېواد په ساتنه کې تر هر څه دمخه بايد په ملي قوتونو ډډه وشي د وطن او هېواد د حيثيت او عظمت د ساتني مفکوره بايد تر ټولو سياسي عقيدو څخه مقدسه او لوړه وګڼل شي. په دي منظور بايد د افغانستان د سياسي او جغرافيوئى موقيعيت سره سم خپلي دفاعي اړتياوي او د وسلوالو قواو پياوړي کيدل د عصر او زمان د شرايطو ايجاباتو او تخنيکي انکشافاتو په بنا  د يوي موثري ، فعالي او فداکاري اردو خاوند شي ـ


پینځم - زمونږ ګوند سياسي واک يو ملي امانت ګڼي او هڅه کوي چه دا ملي امانت د ټولو وګړو د ټول اړخيزو مشترکو ګټو او د حق او عدالت سره سم استعمال شي. او هيڅکله سياسي واک يو اړخيزه او استبدادي بڼه نه شي غوره کولي.

شپږم - په دولتي تشکيلاتو باندې نوي نظر د دولتي او غير دلتي ادرو نه اداري فساد ليرې کول، په دفترونو کې د کار چټک گرځول په رسمي ادارو کې د عدالت تامين او ملي ګټو نه چې اجتماعى خصوصيت لري په فردي ګټو ترجيح ورکول د ګوند غوره پرنسيپونه دي هر هغه سياست چه د انسان طبيعي حقوق او حريتونه له مينځه وړي زمونږ له ګوندي ذهينيت سره مغائير دي.


اووم - ملي ديموکراسي هغه وخت وده کولي شي چه د افغانستان ټول خلک بې له کوم توپير د سياسي ګوندونو اتحاديو او مسلکي ټولنو په مينځ راوستلو د بيان، عقيدي او فکر په ښکاره کولو د اعتصابونو مظاهرو او غونډو په جوړولو کې په آزادانه او ديموکراتيک صورت برخه واخلي همدارنگه د مسافرتونو مناسبه آزادي د کار شغل د ځاى انتخاب او د مخابراتو فردي مصونيت او په محکمو کې د دفاع حق او د ١٨ کلنۍ څخه وروسته د حقوقي اهليت په درلودلو د انتخابيدلو او انتخابولو حق ، په شوري  کليوالي جرګو نورو محکمو او دکار په ځايونو کې فعال او مساوى حق اخيستل د هر افغان طبيعي حق وګڼل شي.


اتم - د افغانستان ټولنپال ولسواک (افغان ملت ملي مترقي) ګوند د نړۍ ټولو هيوادونو او په خاصه توګه ګاونډيو هيوادونو سره د ښو اړيکو غوښتونکی دی او مونږ په دې عقيده يو چې ټول سرحدي تنازعات بايد په سوله ايزه توګه حل شي ـ  د اسلامي هيوادونو سره  زمونږ اړيکې د خاصې پاملرنې وړ دي ـ د نورو هيوادونو په داخلي چارو کې ﻻس وهنه نه کول او نه نورو ته دا اجازه ورکول چې زمونږ په داخلي چارو کې لاس وهنه اوکړي زمونږ د خارجه پاليسۍ اساسي ټکي دي ـ افغانستان بايد داسي خارجي سياست ولري چې  زمونږ د ملي مفاداتو په بنسټ ولاړ وې او د موجوده نړۍ عيني او ذهني شرايط  پکې په نظر کي نيول شوي وي ـ


 دا چې اوس نړۍ د يو ګلوبل ويلج  (نړيوال کلي)  شکل  خپلولو په لور روانه ده چې افغانستان  يي هم يوه برخه ده  نو پدې اساس مونږ نشو کولی چې ځان د نورې نړۍ نه جلا اونيسو ـ دنړۍ ټول هيوادونه  په اقتصادي لحاظ په يو بل باندې متکې دي ـ د مثال په ډول پرمختللي هيوادونه که څه هم ټيکنالوجي او سالم اقتصاد لري خو د خپلو صنعتونو لپاره د دريمې نړې د هيوادونو خام موادو ته اړتيا لري ـ  همداسې  وروسته پاتې هيوادونه  د خپل اقتصادي پرمختګ لپاره د پرمختللې نړۍ هر اړخيزو مرستو ته اړتيا لري ـ  د شوروي  يرغل په ضد د افغانانو ملي پاڅون کې د غربي نړۍ هرا ړخيزې  سياسي ، نظامي ، مادي او معنوي مرستې تر ټولو زياتې وي ـ د افغان ملت ګوند غربي نړۍ سره د متقابل احترم په اساس د اړيکو  د نورو ټينګولو غوښتونکی دی ـ  مونږ د ملل متحد دمنشور او د بشر د حقوقو د اعلاميي پوره ملاتړ کوو ـ د افغانستان  د معضلې د سوله ايز حل  او د هيواد د بيا ودانولو په ليار کې د ملل متحد حلې ځلې د ستاينې وړ دي ـ


دويم _ اقتصادي او انکشافي چارى


دافغانستان اقتصادي پرمختګ د افغانستان ټولنپال ولسواک (افغان ملت ملي مترقي) ګوند د سترو هدفونو څخه دی ـ تر څو يو هيواد اقتصادي ثبات تامين نه کړي سياسي او اجتماعي ثبات منځ  ته  نشي راتلی ـ د کميونستانو د کودتا ، روسي يرغل او د هغې نه وروسته د خپل منځي جګړو په نتيجه کې د هيواد اقتصادي بنسټونه له مينځه تللي دي ـ  د افغانستان ټولنپال ولسواک ګوند د هيواد د اقتصادي بيا رغوونې او افغانستان د پرمختلليو هيوادونو په صف کې د درولو په خاطر لانديني پروګرامونه لري ـ


اول - د افغانستان ټولنپال ولسواک (افغان ملت ملي مترقي) ګوند د هيواد د اقتصادي  پرمخنګ لپاره د سوسيال ديموکراسۍ لياره تعقيبوي  تر څو په ټولنه  کې  د اقتصادي  ودې  سره سره اجتماعي عدالت هم تامين شې ـ  بايد ووايو چي زمونږ سوسيال ديموکراسي افغاني کيريکټر او د وخت  او شرايطو سره مطابقت  لري ـ  زمونږ په عقيده ايډيالوجي د ملت لپاره  ده  او نه  ملت  د ايډيالوجۍ لپاره دی ـ  په همدې اساس  مونږ دداسې  تيوريکې سوسيال ديموکراسۍ غوښتونکي نه يو چې  زمونږ ټولنه د پرمختګ خوا ته بو نه ځي او يا پکې زمونږ ملي هويت د منځه ﻻړ شي ـ  زمونږ سوسيال ديموکراسي افغاني سوسيال ديموکراسي ده چې ملي ګټې پکې په فردي ګټو مقدمې ګڼل کيږي ـ  


اول- د نړۍ اقتصادي تاريخ  شاهد دی چې د  بازار سيستم د ېو هيواد د اقتصادي پرمختګ لپاره تر ټولو غوره سيستم ثابت شوی دی  ـ په همدې اساس  د افغانستان ټولنپال ولسواک (افغان ملت ملي مترقي) ګوند د  بازاراقتصادي سيستم  حمايت کوي ـ  


دویم - د افغانستان ټولنپال ولسواک (افغان ملت ملي مترقي) ګوند د بازار سيستم  په  صورت کې د اجتماعي عدالت او ټولنيز مساوات په خاطر د  دولت  له خوا د داسې  قوانينو وضع کولو  او د هغو د عملي کولو  طرفدار دی چې د  اقتصادي  استثمار مخه پکې ونيول شي  پداسې حال کې چې فردي  ازاد ي  پکې محکومه نه شي ـ  د شخصي سکتور په خوا کې باېد يو قوي دولتي سکتور هم وجود ولري  تر څو يو داسې اقتصادي توازن  منځ  ته راشي چې د هيواد او هيوادوالو ګټي پکي خوندي وي ـ

دریم - زمونږ ګوند په دى عقيده دى چي د ملى اقتصاد په وده کې د هيواد صنعتى کول ډير اساسي رول لري ـ صنعت تراوسه په افغانستان کې په صحيح توګه وده نه ده کړى ـ د صنعتى انقلاب د راوستلو د پاره دملى ديموکراتيک حکومت پاملرنه دغو ټکوته ضرورى ده ـ


څلورم- کرنه او مالدارى بايد د صنعتى توليداتو او تغيراتو سره يوځاى متناسب پرمختگ وکړى ـ  دافغانستان د وگړو  لويه برخه په کرنه او مالدارۍ لگياه ده ـ   د ملى عوائيدو ستره برخه له دغه مدرکه لاس ته راځى خوله بده مرغه په افغانستان کې د زړو وسايلو څخه استفاده په زراعتي زمکو د ماينونو خطر وچکالي او د ابيارۍ د فعالو سستمونو نشتوالي د کرنې او مالدارى سکتور د پرمختګ مخه نيولې ده ـ د عصري وسايلو او علمي ميتودونو څخه استفادې لپاره بايد زمينه مساعده کړای شي ـ


پینځم - د کرڼى او مالدراى دسکټور دتقوئى دپاره په زراعتى چارو کې دکرڼى او مالدارى دکوپراتيفونو، د کرڼى بانکونود مالدارى او کرڼى بيمى د کرڼى او مالدارى دپاره تبليغات د عامه ګټو دپاره دڅړ ځايونو ساتل او پراختيا او د کرڼى مالدارى د انکشاف او دافاتو دمخنيوى دپاره دمنظمو علمى موسسو جوړول صاداراتى اقلامو ته چى زمونږ په ملى سپما کې لويه  برخه لرى د بين المللى مارکيټ له اساساتوسره سم انکشاف ورکول.


ښپږم- دبى اوبو ځمکو د پاره کاريزونه ژورى څاګانې کانالونه او بندونه جوړيږى څو شاړى ځمکى ابادى او هغه په کوچيانو کم ځمکو اوبى ځمکو وګړو باندى په عادلانه شکل وويشل شى،دکوچيانو قبيلوى ژوند پاى ته رسول او بى الاخره ټول هغه تدبيرونه چه دزراعتى توليداتو اوچت والى او دبزگرانو د ژوند د سطحه د پورته وړلو- لپاره لکه دبزگرانو اتحاديه او دکرڼى کوپراتيفونو جوړول چي ددولتى مقاماتو يا شخصى تشبثاتوله مخى کيږى  زمونږ په زراعتى سياست  کى شامل څيزونه دى.


اووم- ځنگلونه د افغانستان ملي سرمايه ده او د ولس ګډ مال دى چي د د تيرو څو لسيزو په دوران  کې  د زيات تخريب ښکار شوي دي ـ د هيواد ځنگلونه د نور تخريب نه ژغورل او د يوې قانوني ادارې په چوکاټ کې د عصري تيکنالوجۍ په اساس  ورنه استفاده کول زمونږ د عمده اهدافو څخه دی ـ


اتم - د هيواد په ټولو برخو کې د مخا براتې سستمونو لکه پسته ،تيلفون ، فيکس او انټرنيټ څخه د کار اخيستلو اسانه  زمينه برابرول ـ


نهم- افغانستان د طبعي منابعو نه ډک هيواد دی خوله بده مرغه د سياسي ثبات  نشتوالی او د تيرو حکومتونو د غفلت له کبله  مونږ ونشو کولی چې  ددې منابعو نه د هيواد د پرمختګ  او د هيوادوالو د ژوند د معيار لوړولو لپاره مناسبه استفاده  وکړو ـ  د افغانستان ټولنپال ولسواک ګوند د خپل مترقي پروګرام  په ترڅ کې د هيواد د  د طبعي منابعو نه د پوره استفادې لپاره  ېو هراړخيز  پروګرام لري تر څو مونږ وکولی شو خپل ملي اقتصاد  ته  وده  ورکړو او د خارجي هيوادونو د احتياج  نه  خلاص شو ـ اقتصادي غلامي پخپله سياسي غلامۍ ته زمينه برابروي او دغه شان د مملکت استقلال د مينځه ځي ـ    


لسم - زمونږ په مالى سياست کې دمترقى مالياتو سيستم د ديموکراتيکو اصولو سره سم عملى کيږى. دغيرمستقيم مالياتو څخه مستقيم مالياتو ته زياته پاملرنه پکار ده څو دپورتنى مالى سياست له عمله د داسى يوى بودجى جوړول چې عامه خدمات په يوه مدنى توگه په مخ بو ځى د هيواد د چټک پرمختګ او دخلکو دژوندانه لاښه کول اودبشرى قواو زيات استخدام او دهغه څخه په پوره اندازه ګټه اخيستل کيږى.


یوولسم - همدارنگه زمونږ د ګوند له نظره ګمرکات دولت ته د مالى منابعو د تدارک يوه لاره ده او د ملى اقتصاد دساتني او پرمختگ وسيله هم ده ـ د ګمرکاتو نه اداري  فساد ختمول او په ټولو چارو کې يي شفافيت راوستل زمونږ له اهدافو څخه دی ـ  



دريم _ ټولنيزى چارى


سره له دى چه په تيرو زمانو کې زمونږ ښکلى هيواد ډيرى د وياړ ډکې مدنى دورى تيرى کړى دي خو د تاريخ  په  اوږدو کې د مختلفو خارجي يرغلګرو  راتګ او داخلي ارتجاعى او استبدادى سياستونو زمونږ اجتماعى وضعيت په داسى توگه خړپړ کړى چې د هيواد زياتره وګړى د اجتماعى بدو شرائيطو له کبله د بدمرغۍ سيلاب لاهو کړى دى ـ ددې لنډ مثال د روسي استعمار يرغل ، دکميونستانو دوره او  پرله پسې راغلي ديکتاتوري او ضد ملي رژيمونه دي  چې زمونږ  د ټولنې په اجتماعي چلند يي ډير منفي تاثيرات کړي دي ـ  زمونږ ګوند ددغه ضد ملى او مضرو اجتماعى اړيکو دلرى کولو په نيت دلاندينى ټولنيزو چارو دپاره  ژمنه  کوى.


اول - د ملى موجوديت بنسټ او ساتنه دوطنواولو په زيار پورى اړه لرى هيواد والو ته دبدنى او ذهنى قابليت سره سم کار برابرول د کار ګرو حق ته په درنه سترګه کتلو سره يو ځاى د استثمار دمخنيوى دپاره دلازمو تدبيرونو نيول دګوند وظيفه ده.

دویم - ټولو بدنى او فکري کارګرانو او بزگرانو ته دټولنى، سنډيکا اتحاديو جوړولو حق او حريت پيژندل او د دغو حق او حريتونو ساتل يو لازمى امر ګڼو دمامورينو او نورو خدمتگارانو ګذاره او استقبال او اتحاديو جوړول دمتقاعدينو کونډو او يتيمانو حقوق او د ميراث مشروع حق او له هغه څخه دټولنيزو ګټو دپاره د مترقى مالياتو اخيستل دقانونى مصونيت لاندى راوستل زمونږ وظيفه ګڼل کيږى ـ د زيږيدنى ، مړينى ،ټکر، ناروغۍ ، معيوبيت ، بى کارى ، مختلفو عواملو له کبله د وزگارتيا او زړښت غوندى ډول،ډول اجتماعى بيمى جوړول دټولو هيواد والودپاره ضرورى دى.


دریم - زمونږ په ټولنه کې  ښځو ته د هغوي جايز حقوق ندي ورکړل شوي ـ د افغانستان ټولنپال ولسواک (افغان ملت ملي مترقي) ګوند د ښځو د حقوقو نه کلکه دفاع کوي ـ  ښځو ته په دولتى او ملى چارو کې د کار او اجتماعى شرائيطو سره سم د داسى زمينى برابرول په کار دى چې د هغوى آزادى او حقوق يوازى د کاغذ پرمخ قوانينو باندى نه پلکه په عملى ډول د نارينه په شان دملى اخلاقو او شرافت په اساس خوندي شې ـ  د هغو محروميتونو سره چه اوس ښځى ورسره مخامخ دى مبارزه پکار ده. همداشان ښځو ته د ارادى آزادى ورکول او د هيواد په ټولو چارو کې برخه ورکول زمونږ د مترقي پروګرام برخه ده ـ همدارنگه د ولادت په خاطر پنځوس ورځى رخصتى ورکول ، ددوى دکوچنيانو د هوسائى لپاره دوړکتونونو زيږ نتونواو ځينى نورو وسايلو برابرول او په کور کې د ښځو کار د شغل په حيث پيژندل ضرورى دى.


څلورم - د ټولو هيواد والو د روغتيا او سلامتيا لپاره داسى صحى نظام چي د هيواد په هر ګوټ کې د ټولنى د روغتيا تضمين وکړى زمونږ د ګوند عالى هدف دى ـ دې مقصد ته درسيدلو لپاره  وقايوى روغتيا ته د ودى  ورکولو په ځنګ کې معالجوى طب له عصرى ثابت او سيار وسايلو سره مجهز کول او دمحيطى حفظ الصحى پراختيا د مرضونو خپريدلو مخنيوي مکروبى او سارى ناروغيو د بيخى دمينځه وړلو د پاره په هر ګوټ کې صحى تبليغات کول ، پولى کلينکونو، روغتونونو، .زيږنتونونو ، سناتوريمونو تاسيس ، د مسلکې طبى ښونځيو جوړول او د طبى جرايمو څخه د مخنيوى لپاره د طبى پرسونل محاکمه  کول پکار دى ـ د ملى ديموکراسى په مرحله کې د دولتى طبى موسسو په څنگ کې خصوصى سکتور  ته هم د طبى قوانينو سره سم اجازه ورکول کيږى ـ  


پینځم ـ د افغانستان ټولنپال ولسواک (افغان ملت ملي مترقي) ګوند عقيده لرى چه په ښار او کليو کې ژوندون په متناسب ډول پرمخ ولاړشى ښارونه بايد د خلکو د کلتورى. اقتصادى او اجتماعى ضرورتونو سره سم په داسى توگه جوړشى چه دهيواد دسيمو خاص زراعتى او مالدارى اهميت له منځه يو نه سى او هم په ښار کې بايد د صنعتى او تجارتى موسسو مغازو او نورو پروژو تنظيم په سمه توګه وشى.



څلورم :کلتورى چارى



لرغونى افغانستان چه پنځه زره کلن تاريخ لرى د نهضنتونو مور د مدنيتونو ځانګو او د ملى قهرمانانو تاټوبى دى چې په مختلفو وختونو کې پکې د داسى انسانى کرامت او مدنيت څخه ډکى دورى راغلى چې نه يواځى دا چه د افغانستان د وياړ موجب دى بلکه  نړۍ والو ته د ژوند استاځى ګرځيدلى ـ له بده مرغه د خارجى ، ضد ملى او داخلى عواملو له کبله افغانې کلتور نن سبا د انحطاط په لورى روان دى ـ زمونږ ملى او مترقى ګوند د افغانى روحيى د لا پياوړى کولو ، د ملى ارادى ، ملى غرور، د هيواد پالنى د استحکام او ارتقا او باالاخره د کلتورى انقلاب دراوستلو په خاطر وظيفه لرى لاندنى کلتورى چارى سرته  ورسوى ـ


اول - هره انساني ټولنه ځانګړی کلتور لري چې د تاريخ په اوږدو کې يي وده کړې وي ـ  ټولنه  حق لري چې دخپل کلتور څخه دفاع اوکړي او د پرمختګ لپاره يي لارې چارې ولټوي ـ افغاني کلتور د اسلام او افغانيت څخه عبارت دې ـ په افغاني کلتور کې د اسلام نقش تر هر څه زيات دی ـ په لنډو ټکو کې ويلی شو چې مونږ حجره او جماعت له يو بل څخه نشو جدا کولی ـ  زمونږ کلتور دا توانايي لري چې هيواد د مترقيت او اجتاعي ثبات په لوري بوځي ـ  دا هم بايد ومنو چې کلتور يو جامد شی ندی او د وخت  او شرايطو سره وده کوي ـ  د افغانستان ټولنپال ولسواک (افغان ملت ملي مترقي) ګوند د هيواد دملي کلتور د دداسې  پرمختګ  ټينګار کوي چې د ملي ارزښتونه پکې خوندي اوسي او د اقتصادي او اجتماعي پرمختګ لپاره پکي زمينه مساعده شي ـ


دویم - د افغانستان ټولنپال ولسواک (افغان ملت ملي مترقي) ګوند د هيواد  د ټولو  ژبو په پاملرنه  ټينګار کوي خو د اساسي قانون  په تاييد يواځې پښتو او دري د افغانستان رسمي ژبې ګڼي  ـ بايد د هيواد تولو ژبو ته د متناسب نفوس او د ديموکراتيکو اصولو په پيروۍ بايد خپل جايز حيثيت ورکړل شي ـ


دریم - زمونږ ګوند د ملي ديموکراسۍ د پرمختګ او د سياسي او اجتماعى شعور د ودي لپاره د مطبوعاتو او تبليغاتو داسي خپلواکي او مساوات ضروري ګڼي چه د ازاد قضاوت په بنا په سياسى، اقتصادى ،کلتورې او حقوقى ادارو  باندى مثبت انتقاد وکړي ـ


څلورم ـ راډيو او تلويزيون يوه بى طرفه موسئسه ده بايد د هر را ز سياسى تسلط او فشار څخه وژغورل شى  او د يو بى طرفه هيئت له خوا چه دجلا قانون له مخى انتخا بيږى اداره شى څو د دولت ټول او رګانونه ،  سياسى ګوندونه او و ګړى  پکې  په مساوى توګه دهيواد له ګټو سره سم برخه واخلى  ـ


پینځم ـ د پوهنى لپاره بايد داسى زمينه برابره شى چه په ټولو کوچنيانو هلکانو اونجونو درى کلنۍ څخه وروسته لومړنۍ زده کړى په وړيا عمومى او اجبارى توگه تطبيق شى او په دى وسيله خپل لياقت او ظرفيت ته انکشاف ورکړى.


ښپږم - په افغاني ټولنه کې ښوونه او روزنه  بايد د افغانستان د ملي مفاداتو عکاسي وکړي او د وخت  د شرايطو سره مطابقت ولري  ـ د ښوونې نصاب بايد داسې وضع شي  تر څو افغانان په نړيوال چاپيريال کې د سيالۍ جوګه شي  او د خپل ځانونو او هيواد د پرمختګ لپاره ګټور ثابت شي ـ د افغانستان ټولنپال ولسواک (افغان ملت ملي مترقي) ګوند پدې عقيده  دې چې موجوده تعليمي نصاب او نظام يو تجديد نظر ته  ضرورت لري  ـ بايد يو داسې نصاب او  نظام جوړ کړو چې هم پکې زمونږ افغانې کلتور خوندي وي او هم  پکې د يوويشتمې  پيړۍ ضرورياتو ته پاملرنه شوې وي ـ  


اووم - زمونږ دټولنى شرائيط ددى ايجاب کوى چه بايد د ښوونى او روزنى نظام استعدادونو او قابليتونو ته وده ورکړى تر څو په دى وسيله د هيواد د بچيانو پټو استعدادونو او ذکا ته زمينه برابره شى ، د مغرضينو غير ملى افکارو په ځاى د ملى شعور يوه جبهه مينځ ته راشى چه په هغه کې د هيواد ټول وګړى د عالى اخلاقو نفسى کرامت د ملى خپلواکۍ او ديموکراسى ساتلو اجتماعى مسوليت په ملى افتخاراتو وياړ او دبين المللى تفاهم ليوال وى.


اتم - د ښارى او کليوالى ښونځيو په تعليمى سويه کې د توپيرنه موجوديت په مساوى توګه هر افغان ته د زده کړى حق ورکول بى وزله زده کوونکو ته د شپى ځيو جوړول زمونږ دپوهنى په کړنلاره کې داخل دى


نهم - د بيسوادۍ د لرى کولو د پاره د ټولووطنوالو ښځه اوکه نارينه وى په لنډ وخت کې يو عمومى مبارزې ته ضرورت ليدل کيږى.




لیکنې عکسونه خبرونه او غونډې مونږ سره اړیکې

دافغان ملت ملي مترقي ګوند


 Afghanistan Social Democratic Party

Home Manifesto History President Journal News & Events Articles Renowned Figures Photos Contact Us
کورپاڼه د ګوندمرامنامه  دګوند تاریخچه زمونږ دریځ دا فغان ملت نومیالي دګوند مشر

��