دافغان ملت ملي مترقي ګوند


 Afghanistan Social Democratic Party


Home Manifesto History President Journal News & Events Articles Renowned Figures Photos Contact Us
د ګوندمرامنامه  دګوند تاریخچه زمونږ دریځ لیکنې دا فغان ملت نومیالي دګوند مشر انځورونه خبرونه او غونډې مونږ سره اړیکې د ګوند اخبار کورپاڼه


ځوان افغانستان




یو سروی ښایي چې په افغانستان کې په سلو کې ۷۰٪ خلک د ۳۰ کلو څخه کم عمر لرونکي دي چې په دې  اساس نن افغانستان د نړۍ د ځوانو هیوادونو په قطار کې ځای لري . یو هیواد چې ۷۰ فیصده نفوس یې ځوانان تشکیلوي او د داسې هیواد ځوانان د هیواد په اداره کولو او چلولو کې فعاله برخه وانخلي نو داسې هیواد به څرنګه پرمختګ وکړي؟ د پورتنیو ارقاموپه رڼا کې ویلی شو چې د ځوانانو ونډه په ننني افغانستان کې ډیره اړینه ده .


مونږ هره ورځ اورو او ګورو چې زمونږ ځنې ځوانان تروریزم ته مخه کوي او ځینې په نورو مختلفو جرایموکې ځان ښکیلوي . یوه وجه یې دا ده چې اکثر ځوانانو لپاره د د دولسم صنف د فراغت نه وروسته د تحصیل زمینه نه مساعدیږي . کله چې د کانکور په ازموینه کې زمونږ اکثرځوانان د ناکافي بوهنتونونو له کبله بې نتیجې پاتې شي نو په کور کیني او د مایوسۍ ښکار شي . ځنې یې مختلفو جرائیمو ته مخه کړي . د ناوړه اقتصادي او اجتماعي شرایطو ، بې کارۍ او فقر له کبله د یو ځوان احساسات او جذبات په غلته لیار استعمالیږي نو که سم شرایط ورته برابر کړو نو دغه احساسات او جذبات د هیواد د مرکختګ او د ټولنې د خدمت لپاره هم استعمالیدی شي .


بله مهمه خبره دا ده چې زمونږ په ځوانانوکې د سیاسي شعورکمښت دی او همدا لامل دی چې په مونږ کې یو ولسي مشر نه پیدا کیږي . بله دا چې زموږ په هیواد کې سیاست دومره بدنام شوی دی چې څوک چې چاته دوکه ورکړي نو وییل کیږي چې غټ سیاست یې ورسره وکړو مطلب دا چې دلته سیاست یواځې یوه  دوکه او فریب دی  . ځکه خو زمونږ اکثر ځوانان د سیاست نه ځان لیرې ساتي .  


لکه څرنګه چې شروع  کې وویل شو چې افغانستان یو ځوان هیواد دی خو بدبختانه چې هیواد خو ځوان دی خو په دولتي چارو کې  مو د ځوانانو نقش د نشت برابر دی .  د یو ځوان افغانستان لپاره یوه ځوانه اداره ډیره مهمه ده او د یوې ځوانې ادارې لپاره تعلیم یافته او پوهه ځوانان ډیر ضروري دي. نن په هیواد کې دننه او د هیواد نه بهر د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې افغاني ځوانان په لوړو زده کړو بوخت دي چې همدوی به  د یو اباد او مترقي افغانستان روښانه اینده اوسي  خو پدې شرط چې  زمینه ورته مساعده شي . د یو ځوان افغانستان په هیله


لیکوال: انجینیر جلال شمس


Copyright © Afghan Millat 2007-2013 All Rights Reserved