دافغان ملت ملي مترقي ګوند
Afghanistan Social Democratic Party
د افغانستان او امریکې تر منځ امنیتي تړون
د افغانستان او امریکې تر منځ امنیتي تړون د دواړو هیوادونو تر منځ د یو څه مودې راهیسې د بحث لاندې دی او نن سبا د هیواد په سیاسي او رسنیزو حلقو کې یوه ګرمه موضوع ده . د یادونې وړ ده چې دا تړون د دواړو هیوادونو تر منځ د لاسلیک شوي ستراتیژیک تړون تر ټولو مهمه برخه تشکیلوي . په ستراتیژیک تړون کې ویل شوي چې « دواړه لوري له خپلو داخلي طرزالعملونو سره سم پر یوې دوه جانبه امنیتي موافقتنامې مذاکرات پیلوي او هدف به دا وي چې په یو کال کې دننه بشپړ شي . دا امنیتي تړون په افغانستان کې د امنیتي پرسونل چې له تروریزم سره د مبارزې ، د ملکي او بشر دوستانه مرستو او د نظامي تمریناتو او تعلیم او نورو فعالیتونو په منظور راغلي دي ، د حظور د څرنګوالي د ۲۰۰۳ م موافقتنامې او هم د نورو هغو توافقاتو او تفاهماتو ځای ونیسي چې دواړه لوري یې دوه جانبه امنیتي موافقتنامې د احکامو مغایر وبولي .
لاسلیک شوي ستراتیژیک تړون د امنیتي تړون په عمومي ډول تشریح کوي او اصول يې وضع کوي خو دا چې امنیتي تړون به څرنګه چوکاټ رامنځ ته کړي د بحث لاندې دی . طبعي ده چې دواړه هیوادونه به په دې اړه خپل ځانګړي دریځونه لري چې د خپلو هیوادونو د ملي ګټو په بنسټ به یې عیاروي .
ولسمشرحامد کرزي پدې نږدیو کې په ډاګه کړې چې دا تړون به هغه وخت لاسلیک شي چې امریکا د افغانستان حاکمیت او قوانینو ته احترام وکړي . که د افغان ولس د مال او ځان د خوندیتوب ، د امنیتي ځواکونو د تجهیز او روزنې او د حکومت په مرسته د افغانستان د هوایي تحریم د ساتنې شرطونه ومنل شول افغانستان لیوال دی چې امریکایې ځواکونو سره د قضایي چلند مسله په پام کې ونیسي . بله مهمه مسله چې ولسمشر ورباندې ټینګار کوي د زندانیانو مسله ده چې امریکایي نظامیان به څوک نه بندیانوي او نه به دا حق لري چې زندانونه رامنځ ته کړي او نه به په کلو او کورونو بمباري کوي . د امنیتي تړون په باب د ولسمشر دریځ د هیواد د ملي حاکمیت لپاره مهم اساس دی او ښکاره ده چې په خپلواکۍ میین افغان ولس به ترې پوره ملاتړ کوي .
په امریکا کې د ولسمشر اوباما د دویم ځل ټاکل کیدل د افغانستان په باب د دغه هیواد د
پالیسیو د تسلسل لپاره یو ښه تصادف او فرصت دی . دواړه هیوادونه کولی شي د دې فرصت
نه په استفادې سره دامنیتې مسولیتونو د انتقال د بهیر د بریالیتوب او پرمختګ تر څنګ
په امنیتي تړون باندې هم موافقه اوکړي تر څو د دواړو هیوادونو ملي ګټې خوندي وساتل شي
. بله اساسي خبره داده چې د دې امنیتي تړون په نتیجه کې باید په سیمه کې د منفي رقابتونو
او تاوتریخوالي پر ځای د ترهګرۍ پر ضد یوه ګډه ستراتیژي رامنځ ته شي . دا چې پاکستان
« د ناټو نه باندی د امریکا ملګری هیواد» (Non-
لیکوال: انجینیر اجمل شمس
Copyright © Afghan Millat 2007-