د امنیتی تړون په اړه د افغان ملت ملي مترقي ګوند اعلامیه
د افغانستان او امریکې تر منځ د امنیتي تړون په هکله د ملي اجماع په خاطر (د روان ۱۳۹۲
لمریز کال د لړم ۳۰ څخه دلیندۍ ۳ مې ) مشورتي لویه جرګه جوړه شوه تر څو د دي مهمې
مسلې په اړه د ملت د استازو نظر او مشوره واخیستل شي . د یو مفصل او اوږد بحث نه وروسته
د لويې جرګې غړو په دروند اکثریت د افغانستان او امریکې تر منځ امنیتي تړون تایید کړ
او په ځینې مادو یې
خپل نظریات وړاندې کړل
لویې جرګې دغه تړون د افغانستان د فعلي امنیتي ، سیاسي او اقتصادي شرایطو له کبله یو
مهمه اړتیا وبله او د ولسمشر نه یې غوښتنه وکړه تر څو د هیواد د لوړو ملي ګټو په پام
کې نیولو سره دغه تړون امضا کړي . د تړون په هکله د ولسمشر وروستۍ څرګندونې یو څه د
ابهام فضا رامنځ ته کړې . افغان ولس سره اندیښنه پیدا شوې چې هسې نه د دې تړون په سر
هیواد د یو سیاسي بحران او نا معلوم سرنوشت سره مخامخ شي
د انجینیر اجمل شمس په مشرۍ د افغان ملت ملي مترقي ګوند د مشورتي لویې جرګې انعقاد ستر
موفقیت بولي او د دي پریکړې تاییدوي او هیله لري چی افغان حکومت به د تړون په هکله
داسې دریځ غوره کړي چې یواځیني هدف یې د افغانستان زمکنۍ بشپړتیا ، د هیواد ملي حاکمیت
او د ملي ګټو تامین وي . د امریکې سره امضا شوی ستراتیژیک تړون د دواړو هیوادونو
تر منځ د اړیکو پر لور یو مهم قدم وو او امنیتي تړون د ستراتیژیک تړون اساسي رکن دی
. که امنیتي تړون امضا نشي نو ستراتیژیک تړون به هیڅ معنا ونلري .
یو اړخ ته افغان ملت ملي مترقي ګوند هغو اشخاصو او حلقو سره هم نظر ندی چې وايي په پټو
سترګو دې دا تړون امضا شي خو بل طرف ته د دې تړون په سر سیاسي سوداګري هم د ملت په تاوان
بولي
هیله ده چې پدې تاریخي پړاو کې به د هیواد ولسمشر خپل تاریخي رسالت سر ته ورسوي تر
څو په هیواد کې د بشپړ امنیت ، سیاسي او اقتصادي ثبات او نیکمرغه آینده لپاره زمینه
مساعده شي .
ژوندی دې وي افغانستان
تل دې وي زموږ خپلواکي ، ملي حاکمیت او زمکنۍ بشپړتیا