د هیواد د خپلواکۍ د ۹۴ مې کلیزې په مناسبت د افغان ملت ملي مترقي ګوند د مبارکۍ پیغام
د افغان ملت ملي مترقي ګوند د ګران هیواد د خپلواکۍ د ۹۴ مې کلیزې په مناسبت ټولو هیوادوالو
ته مبارکي وړاندې کوي . د زمري ۲۸ مه زموږ د ویاړلي تاریخ هغه نیکمرغه ورځ ده چې د غازي
امان الله خان تر مشرۍ لاندي افغانانو د انګریزي استعمار نه خپله خپلواکي تر لاسه کړه
.
د دې هیواد غیرتي بچیانو تل د خپلو سرونو په بدله د
خبلې خاورې آزادي ساتلې او دښمن ته یې غاښ ماتونکی جواب ورکړی . د اچې موږ د خپل هیواد
د آزادۍ ورځ لمانځو باید هیر نکړو چې دا آزادي د ټولو افغانانو نه د لازیات زیار او
تعهد غوښتنه کوي . د خدای (ج) له دربار څخه دعا کوو چې د دې کال جشن په هیواد کې سوله
، ثبات او نیکمرغي راولي تر څو دا زوریدلي او کړیدلي ولس د آرام سا واخلی او د خپل ټاټوبي
د پرمختګ لپاره لاسونه سره ورکړي آمین.